کابل کې له موټرو د تورو هندارو لرې کول پیل شول

یو ځل بیا د پلازمېنې کابل پولیسو له موټرو د تورو ښيښو په لرې کولو لاس پورې کوي.
پولیس وايي دا ځل به دغه چاره په ډېر جدیت او غوڅه بڼه پرمخ بوځي او د ټولو هغو موټرو تورې ښیښې به لرې کړي، که هغه د دولتي چارواکو او یا نادولتي موټر وي. پولیس وايي دا ګام د جرمونو د کچې د راټیټولو لپاره پورته کوي.
له کابله سمیع الله موسی زي په رپوټ کې کاږي، چې نن به د کابل ښار په واټونو کې پولیس ډېر لیدل کېږي او هغه ځکه چې د کابل پولیسو یو ځل بیا له موټرو د تورو ښیښو لرې کولو ته ملاتړلې ده.
په کابل ښار کې ډېر هغه موټر چې تورې ښیښې لري هغه یا د دولتي لوړ پوړو چارواکو دي یا د ملي شورا د غړو یا د زورواکانو او یا هم په بهرنیو ځواکونو پورې تړاو لري، چې ځینې یې ان نمبر پلیټ هم نه لري.
له دې وړاندې پولیسو ویلي وو چې د ډېرو جرمونو لکه د انسانانو تښتول، د نشه یي توکو او وسلې قاجاق او ان ترهګریزو بریدونه د تورو ښیښو لرونکو موټر په کارولو تر سره کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د دغه پروګرام د پلي کولو هدف د جرمونو د کچې راټیټول دي.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
' زموږ د دې پروګرام له اساسي موخو څخه یوه د جرمونو د کچې کمول دي. تاسې خبر یاست چې په ډېرو پېښو کې مجرمانو د جرم په ترسره کولو کې د تورو ښیښو له موټرو څخه کار اخیستی، له دغو موټرو د مجرمانو او مخالفانو په لېږدولو او په ټولو هغو چارو کې کار اخیستل کېږي چې خلکو ته سرخوږی پیدا کوي.'
که څه هم په تېرو کلونو کې څو ځله د تورو ښیښو د لرې کولو پروګرامو عملي شوي خو داسې ښکاري چې اړین اغیز یې نه درلود. اوس ښاغلی صدیقي وايي دا ځل به دغه پروګرام په جدي توګه عملي شي.
' دا ځل به د کورنیو چارو وزارت د ولسمشرۍ د مقام او وزیرانو شورا د پریکړو پر بنسټ دا پروګرام په جدي بڼه پلي کوي او یو ځل بیا له ټولو دولتي چارواکو او د نادولتي ارګانونو له منسوبینو چې د تورو ښیښو لرونکو موټرو څخه ګټه اخلي غواړو چې د پولیسو غوښتنه ومني او خدای مکړه داسې نه شی چې له پولیسو سره ونښلي.'
تېر ځل هم داسې ویل شوي وو چې له موټرو د تورو ښیښو د لرې کولو پروګرام به په جدي بڼه پلی شي، خو دا چې دا ځل به دا پروګرام څخه ډول پلی شي هغه پوښتنه ده چې راتلونکی به یې ځواب ووايي.








