ترافیکي پېښې کمې شوې، خو مرګ ژوبله هماغه ده

په افغانستان کې د روان ۱۳۹۲ هجري لمریز کال په لومړۍ نیمايي کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ترافیکي پېښو په شمېر کې کموالی راغلی، خو له دې امله د مرګ ژوبلې کچه لا هم لوړه ده.
زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، کابل د افغانستان هغه ښار دی چې اوسېدونکي يې له ګڼو ترافیکي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په ځانګړي ډول د ورځې په سهار او له مازیګر وروسته مهال کې د موټرو ګڼه ګوڼه خپل اوج ته رسېږي. د ګڼې ګوڼې پرمهال د پنځو دقیقو مزل کېدای شي ان په نیم ساعت کې ووهئ.
د ترافیکو قوانینو نه مراعاتول او په څلور لارو او سړکونو د ترافیکو اشارو نشتوالی د دې ښار د نژدې شپږ میلیونه اوسېدونکو ترافیکي ستونزې څو برابره ډېرې کړې دي.
د افغانستان په نورو ښارو او لوریو لارو کې هم ګڼې ترافیکي ستونزې شته او کله کله خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي.
د افغانستان د ترافیکو عمومي ریاست وايي د روان لمریز کال په لومړۍ نیمايي کې نږدې شپږ ترافیکي زره پېښې شوي چې شاوخوا یو زر او پنځه سوه تنه يې د مرګ تر کومي رسولي دي.
خو د ترافیکو عمومي رييس نظام الدین خیرخواه وايي د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تېر کال د لومړیو شپږ میاشتو په پرتله د ترافیکي پېښو کچه راټیټه شوې ده:
''هغه شان چې موږ د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو د لومړیو شپږو میاشتو پېښې سره پرتله کړې، نو دېرش سلنه کموالی په کې ښکاري. د ۱۳۹۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۱۳ پېښې شوې وې خو په ۱۳۹۲ کال کې ۸۱۳ پېښې شوې دي''.
د ترافیکو پیښو مراعاتول او د ترافیک پولیسو د وړتیا زیاتېدل د ترافیکي پېښو د کچې د ټیټوالي لاملونه بلل کیږي، خو ښاغلی خیرخواه وايي لاهم ډېرې ستونزې په مخ کې پرتې دي:
''د ترافیکي پېښو لامل څو عمده موضوعات دي، په هغو کې د لارو او لېږدونکو وسیلو تخنیکي ستونزې، انساني نیمګړتیاوې شاملې دي. دغه راز ترافیکي قوانینو نه درناوی او د هوا حالات هم د ځینو ترافیکي پېښو لامل کیږي''.
د بي بي سي د یو <link type="page"><caption> څیړنیز راپور</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/05/110516_hh-traffice-incidents.shtml" platform="highweb"/></link> له مخې چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې خپور شو په تېر کال په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره ترافیکي پیښې رامنځ ته شوې وې چې ډیرې یې په لوریو لارو کې وې.
د دې راپور له مخې یو زیات شمېر مسافر وړونکو موټرو چلوونکي په چرسو او شمېر نور یې په نورو نشه يي توکو روږدي دي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې، افغانستان په نړۍ کې پنځم هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کېږي.








