کندهار کې ۱۶ میګاواټه لمریزه بریښنا توليدېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان په سویل کې د کندهار د بریښنا شرکت وایي ډیر ژر به د لمریزې بریښنا د یوې داسې پروژې چارې پیل کړې چې له مخې به یې ۱۶ میګاواټه بریښنا تر لاسه شې.
مامون درانی په خپل راپور کې وايي، د کندهار د بريښنا شرکت مشر انجينير سيد رسول ويلي دغه بریښنا به په ځانګړې توګه د دغه ولایت صنعتې پارک ته ورکړي.
ښاغلی سید رسول وایي چې د لمریزې بریښنا دغه نوې پیلیدونکې پروژه به د هغې حرارتي بریښنا بدیل وي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه ېې بهرني ځواکونه مالي مصارف ورکوي.
د بریښنا رئیس همدارنګه وویل چي اوسمهال يې د دهلې بند لپاره هم د بریښنا د تولید پلان جوړ کړی چې له مخې به يې د اوبو له دغه بند څخه لږترلږه لس میګاواټه بریښنا ترلاسه کړي.
هغه وویل دغه پلان به د ۲۰۱۴ کال تر وروسيتو پورې بشپړ شي.
د کندهار چارواکي وایي چې اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۲۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا شته.
خو د چارواکو په خبره دمګړې په دغه ولایت کې یوازې ۲۷ میګاواټه بریښنا شتون لري چې ۱۲ یې د کجکي د بریښنا د تولید له فابریکې نه تولېدېږي.
دوی وايي پاتې ۱۵ مېګاواټه برېښنا په دغه ولایت کې د جنراتورونو د لارې تر لاسه کيږي.








