غزني کې د کتاب پلورونکو ستونزې

کتاب پلورونکي وايي، که ځانګړی مارکیټ ورته په واک کې ورکول شي، نو کاروبار به يې وغوړېږي.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، کتاب پلورونکي وايي، که ځانګړی مارکیټ ورته په واک کې ورکول شي، نو کاروبار به يې وغوړېږي.
    • Author, اسدالله جلالزی
    • دنده, غزنی

د افغانستان غزني ښار کې تر پخوا د کتابونو مینه وال ډېر شوي دي.

دا اوس اوس په دغه ښارکې نژدې څلوېښت کتاب پلورنځي او همدا ډول په سلګونو نور ګرځنده کتاب پلورنکي موجود دي، چې ډیرو يې اوس فعالیت پیل کړی دی.

کتاب پلورونکي وايي، که ځانګړی مارکیټ ورته په واک کې ورکول شي، نو کاروبار به يې وغوړېږي.

د غزني ښار یو کتاب پلورنکی عبداالحبیب وايي ''زه خو له دا څو کلونه په غزني ښار کې کتاب پلورنځی لرم تل مو له ښاروالۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته دا غوښتنه وي چې د کتابونو د خرڅلاو او مینه والو ته يې د اسانتیاوو په خاطر یو ځانګړی ځای راکړی دابه ښه وي. خو ددغه ځای چارواکي د کتاب قدر نه کوي. که یی کتاب پلورنځي، قرطاسیه والا، او مطابع ولا سره یوځای کړي وای هم به د موږ ستونزې راکمې شوې وې او هم به کتاب اخیستونکو''.

د کتاب مینه وال هم وایي ډېری وخت دوی د یوه کتاب په موندلو کې له زیاتو سرګردانیو سره مخامخ وي او په اسانۍ سره نه شي کولای د خپلې خوښې وړ کتاب ومومي.

د کتاب په لټه کې

غزني ښار کې دا مهال نژدې څلوېښت کتاب پلورنځي شته.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، غزني ښار کې دا مهال نژدې څلوېښت کتاب پلورنځي شته.

د غزني ښار د پوهنتون يو محصل عبدالروف په دې اړه وايي: ''کرۍ ورځ مې د یوه کتاب په پیدا کولو پسې تېره شوې. د ښار په هره کوڅه کې کتاب پلورنکې شته خو که دا ټول یو ځای وای نه به زما وخت ضایع کېده او نه به هم کتاب موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخ وم''.

د غزني د ښاروالۍ ریاست چارواکي بیا وايي تر اوسه د کتاب پلورنکو استازو ورته مراجعه نه ده کړي، خو په پام کې لری چې ستونزې يې له منځه یوسي.

د غزني ښاروال فریدون احمدي وايي: ''زه درته ویلای شم چې ترا وسه پورې موږ ته کتاب پلورونکو مراجعه نه ده کړې موږ پرېکړه کړې چې د ښاروالۍ عاید لوړ کړو او ددې کار لپاره پلان لرو. د کتاب پلورنکولپاره به یوځانګړی ځای په پام کې ونیسو''.

په عین حال کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست چارواکي د کتاب پلورونکو ستونزې مني او وايي چې له ښاروالۍ سره یې په ګډه یولړ اقدامات تر سره کړي.

غزنیوال کتاب پلورونکي د کتاب پلورنې لپاره ځانګړی مارکیټ غواړي.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، غزنیوال کتاب پلورونکي د کتاب پلورنې لپاره ځانګړی مارکیټ غواړي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ مشر بسم الله شریفي: ''زه دا منم چې کتاب پلورنکي له سونزو سره مخ دي. دوی ډېری داسې هم دي چې په ګرځند ډول کتابونه پلوري هغو کتابونو ته یی لمر، باد، باران او دوړې هم زیان رسوي، د غزني په ښار کې تر څلوېښتو کتاب پلورنځي شته او په سلګونو ګرځند کتاب پلورونکي، خو له ښاروالۍ سره یوځای به دغې ستونزې ته حل لاره ولټوو''.

د یادولو وړ ده چې په نژدې څه د پاسه دوولسو کلونو کې د کتاب پلورونکو دا هیله پوره نه شوه.

د چارو شنونکي وايي که دغې چارې ته پام وشي، نو دا به په رښتینې توګه د کلتوري کارونو د بډاینې په برخه کې اغېزمن تمام شي.