افغان حکومت د لادرکه شوي اغا جان معتصم په لټه کې دی

افغان حکومت منلې چې د طالبانو پخوانی جګپوړی چارواکی اغا جان معتصم په عربي متحده اماراتو کې لا درکه شوی او په خبره یې چې د هغه هیواد له چارواکو ځینې غواړي چې د هغه په میندلو کې ورسره مرسته وکړي.
اغا جان معتصم چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر و، په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په راوستو کې هلې ځلې کولې.
کابل کې زموږ همکاره ملائکه احمدزۍ وايي، تر دې وړاندې افغان حکومت پخپلو یو شمېر ګاونډیو هېوادونو تور پورې کاوه چې ګواکې د طالبانو له خوا د سولې مرکچیان یا بندي کوي او یا یې په مرموزه توګه وژني.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني خبریالانو ته د اغا جان د تري تم کېدو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو هیله یې وښوده، چې د عربي متحدو اماراتو چارواکي به د هغه په موندلو کې همکاري ورسره وکړي:
''د افغانستان حکومت تاییددوي، چې معتصم اغا جان په متحده عربي اماراتو کې بې درکه شوی دی. ددې لپاره چې نومړي د سولې په بهیر کې فعاله ونډه لرله، زموږ حکومت هڅه کوي، چې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د هغه د برخلیک مالومولو لپاره ګامونه واخلي. خو له بدغه مرغه په دې اړه موږ ډېر جزییات نه لرو''.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ښاغلي مستغني وویل، د بهرنیو چارو وزارت د سولې له عالي شورا سره ګډې هلې ځلې کوي، چې د معتصم اغا جان ځای ځایګی مالوم کړي.
څو روځې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي د عربي متحدو اماراتو له چارواکو سره هم تیلیفوني اړیکه کې د سولې په تړاو خبرې هم کړې دي.
وړاندې، ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د طالبانو د یوه پخواني وزیر مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې سولې قرباني بللی.
د مولوي عبدالرقیب په اړه ویل شوي، چې په دوبۍ کې یې له معتصم اغا جان سره په غونډو کې ګډون کړی وو.








