کرزي ملا رقیب تخاری د سولې قرباني بللی

ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د طالبانو د یوه پخواني وزیر مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې سولې قرباني بللی.
نوموړی تیره ورځ په پيښور کې نامالومو و سله والو واژه او نن په تخار کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي، د نوموړي جنازه او د کورنۍ غړي یې دوو حکومتي چورلکو تخار ته ولېږدول او سلګونو کسانو یې د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته.
لا روښانه نه ده، چې د ښاغلي تخاري جناز له کومه ځایه تخار ته په چورلکو کې یوړل شوه.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته وویل، د ملا عبدالرقیب جنازه کې د ګډون لپاره سلګونه کسان د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ ته تللي دي.
له ارګ نه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې هغه په دوبۍ کې د ملا اغاجان معتصم په مشرۍ د سولې په پیل شویو خبرو کې هم برخه اخیستې وه او بیرته پاکستان ته ستون شوی و.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي له قول د ښاغلي معتصم په مشرۍ پیل شوې خبرې د نوی سیاسي پړاو د لیږ په درشل کې ښه زیری بللی.
په دوبۍ کې د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې روانې دي.
د ځینو رپوټونو له مخې، د دغو خبرو لپاره د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی هم دوبۍ ته رسېدلی دی.
ولسمشر کرزي یو ځل له طالبانو غوښتنه کړې، چې په افغانستان د سولې عالي شورا سره خبرې وکړي. ښاغلي کرزي ویلي، چې هغه طالب مشران، چې په افغانستان کې سوله غواړي، به بهر کې خوندي نه دي.








