کونړ کې څارګرې الوتکې پنځه وسله وال وژلي

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان ختيځ کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې څارګرې الوتکې وسله وال په نښه کړي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل ویلي، په برید کې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
سیدخېلي برید د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د ناړۍ ولسوالۍ په ځنګربوشه سیمه کې شوی.
د برید سیمه یوه غرنۍ منطقه ده.
سیدخیلي وايي، په برید کې ټول وژل شوي او ټپیان وسله وال دي، او هېڅ کوم ولسي وګړی په کې نه شته.
وړمه ورځ د کونړ په مروره ولسوالۍ کې هم بې پیلوټه الوتکې برید کړی و، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا ځینې وسله وال په کې وژل شوي وو.
په کونړ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، د کونړ خلک وايي، چې اوس مهال کونړ کې تربل هر وخت بې پیلوټه الوتکو ډېرې شوې دي.
دوه ورځې وړاندې، د کونړ څنګلوري نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ کې ورته بریدونه شوي وو، چې یو شمېر وسله وال یې وژلي وو.
د تېر کال سپتمبر کې د ناټو څارګرې الوتکې شپاړس کسان وژلي وو، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو.








