ننګرهار کې څارګرې الوتکې دوه کسان وژلي

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې دوه کسان وژل شوي.
ځايي چارواکي وايي، برید د محمد یونس خالص فامیلیو سیمه کې شوی، چې له جلال اباد ښاره لږ واټن لري.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي بي بي سي ته ویلي، چې په یوه کور کې د چاودنې له کبله ښار ته څېرمه دوه کسان وژل شوي، چې هویت یې نه دی روښانه شوی.
خو په ختیځ کې د بي بي سي خبریال وړاندې د چارواکو په حواله ویلي وو، چې دغه برید د جلال اباد ښار سوېل کې شوی، چې یو کس په کې وژل شوی.
د سیمه ییز روغتون یوه ډاکټر ویلي، چې یو مړی یې دوی ته راوړی دی.
د سیمې خلکو ویلي، چاودنه د بې پیلوټه الوتکې د برید پایله کې رامنځ ته شوې ده.
عیني شاهدانو ویلي، چې په دغه برید کې د مولوي سیف الرحمن په نامه یو کس وژل شوی، چې ورور یې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازی و.
د افغانستان حکومت په دې هېواد کې له اورپکو سره د امریکا د عملیاتو پر څرنګوالي نیوکه لري، او وايي چې امریکایان له افغانانو سره له همغږۍ او سلا مشورې پرته خپلسري عملیات کوي.
څو ورځې مخکې د افغانستان په سوېل هلمند کې هم د څارګرې الوتکې برید کې یو ماشوم وژل شوی و، چې د حامد کرزي غوسه یې راوپاروله.
هغه مهال د ولسمشرۍ دفتر یوه اعلامیه خپره کړې، او دغه برید یې په سختو ټکو غندلی و او دا یې په تېره لویه جرګه کې د خلکو د پرېکړې مخالف عمل بللی و.
خو تر اوسه پورې د تازه برید په اړه نه طالبانو او نه هم افغان حکومت غبرګون ښوولی دی.








