''يوازې يوې رسنۍ خپل مالي راپور ورکړی''

د عکس سرچینه، Reuters
د ټاکنو کمېسيون د رسنیو څانګه وايي، د ټاکنیزو مبارزو په دوو میاشتو موده کې له یوې ورځپاڼې پرته نورو رسنیو دغه کمېسون ته خپل مالي راپور نه دی ورکړی.
کمېسيون همداراز وايي، په دغه موده کې شاوخوا ۱۰ تلوېزيونونو او راډیوګانو د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو اړوندو خبرونو، راپورونو، مرکو او مناظرو په خپرولو کې عدالت او بې پريوالی نه دی ساتلې.
تېرې دوه میاشتې په افغانستان کې د خصوصي رسنیو لپاره د نوماندانو په ګټه اعلانونو او د هغوی د ټاکنیزو غونډو په اړه د خپرونو له لارې د عوایدو تر لاسه کولو یو ښه فرصت و.
د وري میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو لپاره د ټاکنیزو مبارزو لپاره دوه میاشتې او تر همدې نېټې پورې د ولایتي شوراګانو نوماندانو ته د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو لپاره یوه میاشت وخت ټاکل شوی دی.
دغو رسنیو باید تر اوسه پورې له دې لارې تر لاسه کړو عوایدو په اړه دوه ځل د ټاکنو خپلواک کمېسون ته رپوټ ورکړی وای، خو د رسنیو کمېسون مرستیال حشمت رادفر بي بي سي ته وویل، تر اوسه پورې یوازې یوې ورځپاڼې خپل مالي راپور کمېسون ته سپارلی دی.
دی وايي: ''په دې اړه تر اوسه موږ یوازې د یوې ورځپاڼې مالي رپوټ تر لاسه کړی او د تلوېزونونو او راډیوګانو په ګډون د افغانستان نورو رسنیو تر اوسه پورې خپل مالي رپوټونه موږ ته نه دي سپارلي. موږ په دې اړه نن خپله پرېکړه اعلانوو او رسنیو ته به یې په ترڅ کې یو نېټه وټاکو چې تر هغې پورې باید خپل مالي رپوټ موږ ته راوسپاري''.
ښاغلي رادفر همدراز وویل، د ټاکنیزو مبارزو په اوږدو کې شاوخوا ۹۰ سلنې رسنیو د نوماندانو د ټاکنیزو برنامو د خپرولو اصول او قواعد په پام کې نیولي خو شاوخوا ۲۰ تلوېزونونو او راډیوګانو د دغو قواعدو په اړه بې غوري کړې او د ځانګړو نوماندانو په ګټه کارول شوي دي.
ښاغلی رادفر وايي: ''پنځه تلوېزيونونه او کابو په همدې شمېر کې راډیوګانې په ځانګړي ډول د دریو یا څلورو ولسمشریزو نوماندانو په اختیار کې دي. او داسې تلوېزونونه هم شته، چې خپرونې یې په بشپړه توګه د یوه ځانګړي نوماند په واک کې دي. په دویمه کټګورۍ کې د څوارلسو په شاوخوا کې داسې تلوېزونونه او راډیوګانې دي، چې د خپلو خپرونو کابو اتیا سلنه وخت یې د ځانګړو نوماندانو ټاکنیزو مبارزو ته ځانګړی کړی دی''.
د ټاکنیزو مبارزو د رسمي وخت پای ته رسېدو ته يوازې څو ساعتونه پاتې دي.
د قانون له مخې، د رایې اچونې له پیله اته څلوېښت ساعته مخکې ټاکنیزې مبارزې پای ته رسي.
په دغه موده کې نه نوماندان او نه هم رسنۍ د دوی په ګټه د تبلیغ حق لري.








