اشرف غني: دا د جرګو وطن دی، په جرګو به سوله راولو

د عکس سرچینه، AP
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د هلو ځلو په ترڅ کې پنجشنبه (وری ۷) اشرف غني احمدزی ختیځ ولایت ننګرهار کې او زلمي رسول په شمالي ولایت بلخ کې خپلو مینه والو ته ویناوې وکړې.
د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته یوازې اته ورځې پاتې دي، د هرې ورځې په تېرېدو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ سیالي هم تودېږي.
کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې وايي، د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند اشرف غني احمدزي په یوه لویه غونډه کې خپلو ګڼ شمېر مینه والو ته وینا وکړه.
له هغه سره په دې سفر کې د هغه دویم مرستیال سرور دانش هم ملګری وو.
ښاغلي احمدزي له رایه ورکوونکو سره ژمنه وکړه چې ننګرهار به د ترانزیت لوی مرکز وګرځوي، د ننګرهار ولایت پوهنتون به په معیارونو برابر او جلال اباد ښار به تور خم او بیا به یې له کابل سره د اورګاډي پټلۍ له لارې ونښلوي.
ښاغلي احمد زي ژمنه وکړه چې سوله او امنیت به دده لومړیتوب وي:
''دا وطن د نرخ وطن دی، و دا وطن د دستور وطن دی، د اوطن د جرګو وطن دی، په جرګو به سوله راولو، په جرګو به مشارکت راولو او له ټول ولس نه به غوښتنه کوو چې په یوه غږ ووايي، وژل بس دي، نور وژل نه منو''.
دغه راز د افغانستان په شمال بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند زلمي رسول هم د خپلو دوه مرستیالانو په ملتیا په یوه لویه غونډه کې خپلو ګڼ شمیر مینه والو ته وینا وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې بلخ به د ترانزیت مرکز کړي، لوی صنعتي پارک به جوړ کړي او د بلخ پوهنتون به د نړۍ له پوهنتونونو سره وصل وکړي.
زلمي رسول وویل په بلخ کې اداري فساد او د ځمکو تر ټولو لویه ستونزه ده چې دی به یې له منځه یوسي.

د عکس سرچینه، AP
ښاغلي رسول خلک په ټاکنو کې برخې اخیستو ته وروبلل:
''زما په باور، ټاکنې هغه یوازېنۍ لار ده، چې په مټ یې خلک خپلو لوړو هیلو، سولې، امنیت، ټولنیزې سوکالۍ ، پرمختګ او اقتصادي پراختیا ته ځانونه ورسوي. ټاکنې زموږ ټولو لپاره مهمې دي؛ له دې کبله باید ټاکنو کې ګډون وکړئ او د خپل هېواد په برخلیک ټاکلو کې برخه واخلئ''.
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته اته کسان سیالۍ کوي.
دوه نوماندان قیوم کرزي او <link type="page"><caption> محمد نادر نعیم </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/03/140326_as_nader_zalmai_candi.shtml" platform="highweb"/></link>د زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شوي او بل نوماند <link type="page"><caption> عبد الرحیم وردګ</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/03/140316_hh-wardak-resign.shtml" platform="highweb"/></link> پرته له دې چې د کوم بل نوماند ملاتړ وکړي له خپلې نوماندۍ لاس په سر شوی.








