عبدالرحیم وردګ له نوماندۍ لاس پر سر شو

جنرال وردګ
د عکس تشریح، جنرال وردګ په ۲۰۰۴ کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د حامد کرزي له خوا د دفاع وزیر وټاکل شو.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جنرال عبدالرحیم وردګ له خپلې نوماندۍ پر سر شو. نوموړی وايي ځینې لاملونه یې له کاندیداتورۍ د تېرېدو سبب شول، چې نه غواړي په اړه یې ډېر څه ووايي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند جنرال عبدالرحیم وردګ له خپلې نوماندۍ شاته شوی دی.

نوموړي کابل کې خبریالانو ته په یوه لنډه وینا کې، خپله هغه اعلامیه ولوسته، چې له نوماندۍ د شاته کېدو اعلان یې په کې وکړ.

نوموړی وايي: ''په داسې حال کې چې نه غواړم پر ټولو هغو عللو او عواملو رڼا واچوم، چې زما د پرېکړې د بدلون سبب شول او له همدې کبله زموږ ټاکنیز کمپاین له پیله په قصدي توګه په کراره روان و. بې له دې چې له کوم بل ټاکنیز ټیم سره یوځای شم، د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ نه انصراف کوم''.

که څه هم ښاغلي وردګ په زغره نه دي ویلي، چې کوم عوامل یې له نوماندۍ د پر سر کېدو لامل شول، خو ورغلو خبریالانو ته یې ویلي، چې وروسته به د خپلې پرېکړې نور جزییات ورکړي.

ښاغلي وردګ شاه عبدالاحد افضلي لومړی او سید حسین انوري دویم مرستیالان ټاکلي وو.

وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته یو بل نوماند عبدالقیوم کرزی ولسمشرۍ د کاندید زلمي رسول په ګټه تېر شو.

عبدالرحیم وردګ څوک دی؟

د افغانستان د دفاع مخکنی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ په وردګو ولایت کې زیږېدلی، چې ۶۸ کاله عمر لري. هغه د افغانستان پوځي اکاډيمي لوستې ده او بیا یې نورې پوځي زده کړې په امریکا او مصر کې کړې دي.

عبدالرحیم وردګ په راتلونکو ټاکنو کې عبدلاحمد افضلي او سید حسین انوري د لومړي او دویم مرستیال په توګه ټاکلي.

تېر کال ښاغلي وردګ ته د کاناډا د پوځي پوهنتون له خوا په پوځي علومو کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوه.

پر دغه څلورستوریزه جنرال څو ځلې د مرګ بریدونه شوي، خو روغ رمټ ترې وتلی دی.

جنرال وردګ په ۲۰۰۴ کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د حامد کرزي له خوا د دفاع وزیر وټاکل شو. بیا د ۲۰۱۲ سپتمبر کې د پارلمان تر استیضاح وروسته بې واکه شو او له دفاع وزارت هم ووت.

ښاغلي وردګ یوکال مخکې د حامد کرزي د جګپوړي دفاعي او پوځي اصلاحاتو برخه کې د سلاکار په توګه کار پیل کړ، خو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د نوملیکنې لپاره له خپل دغه مقامه هم استعفا وکړه.

د مخکني شوروي اتحاد د جګړې پرمهال، جنرال وردګ د جهادي ګوند ملي محاذ یو قومندان و.

د قیوم کرزی او زلمی رسول
د عکس تشریح، د قیوم کرزي او زلمي رسول ترمنځ له پخوا خبرې اترې روانې وې.

جنرال وردګ په اتیایمه لسیزه کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د شوروي ځواکونو پروړاندې د ځینو پوځي عملیاتو مشري پرغاړه لرله.

د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت تر راتلو وروسته، ښاغلی وردګ د افغانستان د پوځ لوی درستیز وټاکل شو.

د ۹۰ لسیزې وروستیو کې ښاغلی وردګ د افغانستان د مخکني پاچا محمد ظاهر شاه د نژدې سیاسي ډلې غړی و، چې د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس کې د همدې ډلې د غړي په توګه یې ګډون کړی و.

ښاغلی وردګ پښتو، دري، او انګلیسي پوهېږي، چې په پوځي چارو کې یې یو شمېر مقالې هم خپرې شوې دي.

جنرال وردګ واده کړی او درې زامن لري.