کرزی: دښمنان مو تل افغانستان لاس تړلی غواړي

سرینا هوټل د کابل په زړه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ ایله یو کیلومتر لیرې پروت دی.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، سرینا هوټل د کابل په زړه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ ایله یو کیلومتر لیرې پروت دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي کابل کې پر سرینا هوټل د تېرې شپې برید غندلی او وايي، چې د هېواد دښمنان نه غواړي، چې افغانستان کې تلپاتې سوله او ټیکاو راشي.

له ارګه د ولسمشر حامد کرزي په ادرس خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې ''دهېواد ولسمشر وویل چې د دغه ډول بریدونو ترسره کېدل د پردیو هغه ناکامې هڅې دي چې غواړي افغانستان بې ثباته او محتاج پاتې شي''.

حامد کرزي پر سرینا هوټل برید کابل کې پر لبناني رستورانت برید ته ورته بللی، چې په وینا یې دواړه بریدونه د پردیو اهدافو او ګټو لپاره شوي.

افغان پولیس وايي د کابل پر سرینا هوټل د تېرې شپې برید کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي، چې څلور په کې بهرنیان دي او پنځه افغانان.

تر برید وروسته د نوي ۱۳۹۳ کال پر لومړۍ ورځ (جمعه) د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري کنفرانس کې وویل، چې په وژل شوو بهرنیانو کې دوې مېرمنې دي چې یوه یې د نوي زیلنډ او بله د کاناډا ده.

هغه دا هم وویل چې په بهرنیو وژل شوو کې یو پاکستانی او بل هندی دی.

صدیقي زیاته کړه، چې په وژل شوو افغانانو کې دوه ماشومان او دوه نارینه او یوه مېرمن شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې دغه برید له هېواده بهر سمبال شوی و، خو زیاتوي، چې د برید کوونکو عمرونه تر ۲۰ کلونو ټيټ وو.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر جنرال ایوب سالنګي بي بي سي ته ویلي، چې په برید کې دوه بهرنۍ مېرمنې او دوه بهرني نارینه پنځه افغانان، چې درې سړي او دوې مېرمنې دي، وژل شوي دي.

د کابل پولیس وایي، د بریدګرو له منځه وړلو ته یې ځانګړي ځواکونه استولي وو.

افغان پولیس وايي، پر سرینا هوټل څلور واړه برید کوونکي وژل شوي دي.

کابل پولیسو د برید کوونکو تومانچې او نور توکي خبریالانو ته وښودل.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، کابل پولیسو د برید کوونکو تومانچې او نور توکي خبریالانو ته وښودل.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ (مارچ ۲۰/کب ۲۹) د نوي ۱۳۹۳ کال له پیلېدا څو دقیقې وروسته، له کابله پر یوه لوکس هوټل د برید خبرونه خپاره شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وړاندې ویلي وو، چې درې برید کوونکي وژل شوي او وضعیت ارامه شوی دی.

رپوټونه وايي، درې برید کوونکي سرینا هوټل ته تر ننوتلو وروسته په برید کولو وتوانېدل او هلته یې د هوټل پر کارکوونکو برید وکړ او دوه کسان یې ټپیان کړل.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام د دغه برید پړه منلې ده.

سرینا هوټل کې تر ډېره بهرني مسافر اوسېږي، چې د نورو هوټلونو په پرتله یې امنیت هم خوندي دی.

په ۲۰۰۸ کال هم طالبانو پر دغه هوټل برید کړی و، چې لږترلږه اته کسان یې وژلي وو.

د افغان حکومت مخالفانو ګواښ کړی، چې د راتلونکو ټاکنو بهیر به ګډوډ کړي.

سرینا هوټل د کابل په زړه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ ایله یو کیلومتر لیرې پروت دی.

د تېر ۱۳۹۲ کال پر وروستۍ ورځ هم طالبانو د جلال اباد د پولیسو پر یوه مرکز ډله ییز برید وکړ، چې لږترلږه لس پولیس، یو ولسي وګړی او اووه برید کوونکي په کې ووژل شول.

د کندهار نوروز مېله

بل خوا، د افغانستان سوېلي کندهار ولایت د نوي کال (نوروز) مراسمو پرمهال چاودنې لږترلږه دوه کسان وژلي دي.

د کندهار خاکرېز ولسوال فضل محمد غریب شاه وايي، چاودنه د شاه اغا زیارت ته څېرمه رامنځ ته شوه، چې دوه کسان په کې وو‎ژل شول او اووه نور ټپیان شول.

کندهار

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، هرکال د نوروز د ورځې د لمانځلو لپاره زرګونه کندهاریان د شاه اغا زیارت ته ورځي.

غریب شاه زیاتوي، وژل شوي د کندهار د مرستیال والي دوه ساتونکي دي.

په ټپیانو کې د والي د دفتر رییس، د خاکرېز ولسوالۍ امنیه قومندان په ګډون اووه کسان ټپیان شوي.

ویل کېږي، چاودنه د مېوې په یوه کارتن کې د ځای پرځای شویو چادېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوه.

خو د خاکرېز ولسوال وايي، ماین د برمې په یوه بوکۍ کې اېښودل شوی و.

دغو مراسمو ته د کندهار مرستیال والي او ځینې ڼور دولتي چارواکي هم ورغلي وو.

هرکال د نوروز د ورځې د لمانځلو لپاره زرګونه کندهاریان د شاه اغا زیارت ته ورځي.