د جلال اباد ډله ييز بريد کې ۱۸ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د کورنيو چارو مرستیال وزير ايوب سالنګي چې په جلال اباد کې د وسله وال ډله ييز بريد د ارزولو په موخه جلال اباد ته تللی دی.
نوموړي خبریالانو ته وویل، په برید کې لس پولیس، اووه ځانوژونکي او یو ولسي وګړی وژل شوي.
په وژل شوو کې د پولیسو د لومړۍ حوزې مشر هم دی.
برید تقریباً د سهار یوولس بجې پای ته رسېدلی، خو د جلال اباد ښار وضعیت لاهم نورمال حالت ته نه دی ستون شوی.
لومړني مالومات
په جلال اباد ښار کې د بي بي سي خبریال ببرک میاخېل پښتو وېبپاڼې ته وویل، ګهیځ وختي پنځه بجې لومړی چاودنه وشوه او بیا وروسته برید پیل شو.
نوموړی وايي، د ننګرهار د روغتون مشر ډاکټر همایون زهیر په وینا، تر اوسه دوی ته څلور مړي ور وړل شوي.
دی وايي، چې روغتون ته په برید کې نژدې شل ټپیان ور وړل شوي وو، چې اوس یې لس تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د جلال اباد د پولیسو ویاند ویلي، چې په برید کې پنځه برید کوونکي هم وژل شوی.
خو یوه بل ډاکټر ویلي، چې په وژل شویو کې یو محصل هم دی.
د برید سیمه کلابنده شوې ده، خو له هغه ځای لوګی پورته کېږي، چې برید کوونکو برید ورباندې کړی دی.
موټربم چاودنه
ببرک میاخېل زیاتوي، د پولیسو ماموریت ته څېرمه پر اته نیمو بجو یوه موټربم چاودنه وشوه، خو وايي تلفات نه لري.

د عکس سرچینه، AFP
د پولیسو دغه ماموریت چې برید ورباندې شوی، د ولایت دروازې ته څېرمه پروت دی، چې په ګاونډ کې یې د ملي رادیو تلوېزیون ودانۍ هم ده.
زموږ خبریال وايي، چې په برید او چاودنو کې د ملي رادیو تلوېزیون ودانۍ او منځپانګې ته هم زیان اوښتی، چې په وینا یې د ارشیف او یوې بلې اداري خونې یې اور اخیستی دی.
د دغه برید له کبله د جلال اباد نیم ښار بند شوی دی.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.
د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې: ''په جلال اباد کې په تر ټولو مصئون ځای ګڼ فدايي بریدونه پيل شول درانه تلفات اوښتي''.
طالبانو د کابل پر وخت سهار ۱۰:۲۰ بجې په یوه بله اعلامیه کې ویلي، چې لاهم جګړه روانه، خو پولیسو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، چې تر اوسه دغه ادعا چا نه ده تایید کړې.








