ختیځ کې چاودنو ولسوال او ۶ سرتېري وژلي

د عکس سرچینه،
د افغانستان ختيځ جلال اباد ښار کې یوې چاودنې د نازیانو ولسوال وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
چاودنه د شنبې په ورځ (کب ۱۷) شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار کې شوې ده.
د جلال اباد د یوه روغتون ډاکټر نجیب الله کامه وال بي بي سي ته وویل، دوی ته د یوه کس مړی او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.
ماین د ولسوال پر موټل پورې نښلول شوی او بیا چاودلی دی.
د جلال اباد د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، چاودنه کې د نازیانو ولسوال نور اغا کامران وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي دی.
نور ټپیان عام وګړي دي.
طالبانو د دې چاودنې پړه منلې ډه او دا یې یوه 'تاکتیکي' چاودنه بللې ده.
بل خوا، د جلال اباد څنګلوري لغمان مرکز مهترلام ته څېرمه د سړک غاړې ماین په چاودنه کې شپږ افغان سرتېري وژل شوي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، په وژل شویو کې څلور د ملي اردو سرتېري، یو سیمه ییز پولیس او یو ملي پولیس دی.
په ټپیانو کې یو سیمه ییز او بل ملي پولیس دی.
سرحدي ځواک وايي، کله چې پولیسو د سړک غاړې د خښ کړای شوي ماین د شنډولو هڅه کوله، ماین پرې وچاودېد.








