له بګرام زندانه ۵۵ بندیان خوشي شول

د عکس سرچینه، Reuters
د بګرام زندان بندیانو د دوسیو ارزونکې کمیټې پنځه پنځوس نور بندیان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو خوشې کړي دي.
دغې کمېټې د خپل کار پیله د شاوخوا اته سوه او پنځوس بندیانو دوسیې څېړلي. د دغې کمیټې مشر عبدالکریم قانت په وینا په هغو دوسیو کې چې د جرم د ثبات مدرکونه نه وو موجود، نو په پایله کې یې کمیټې د هغوی د خوشې کولو تصمیم ونیو.
د بګرام زندان د بندیانو د خوشې کولو کمېټې غړي عبدالشکور دادرس په وینا د پنجشنبې په ورځ پنځه پنځوس تنه نور بندیان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو خوشې کړي دي:
په خوشې شویو کې څلوېښت تنه د بریتانوي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.
د چارواکو په وینا د اتلس تنو دوسیې یې کشفي ادارو ته سپارل شوي او پر درویشتو نورو دوسیو کار روان دی.
وړاندې تر دې داسې اندېښنې هم ښوول شوي چې له بګرام زندان خوشي شوي بندیان بېرته د وسله والو مخالفینو لیکو ته ورغلي او د حکومت پر ضد جګړه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters




