افغان حکومت د بګرام ٦٥ بندیان خوشي کړل

امریکا د بګرام زندان کې ځینې بندیان ډېر خطرناک بللي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، امریکا د بګرام زندان کې ځینې بندیان ډېر خطرناک بللي دي.

افغان حکومت له بګرام زندانه نه هغه ٦٥ بنديان خوشي کړل، چې امريکا يې خورا خطرناک بولي.

کابل کې د بي بي سي ډیویډ لاین وايي، د بګرام زندان دروازو کې خوشي شوي بندیان په کتارونو کې ولاړ وو.

له زندانه تر وتلو وروسته، بسونو ته د ختلو پرمهال ځینو بندیانو خندل او موسکي-موسکي کېدل.

<link type="page"><caption> د خوشي شویو بندیانو لست</caption><url href="http://news.bbc.co.uk/1/shared/bsp/hi/pdfs/detainee_releases_130214.pdf" platform="highweb"/></link>

پر همدې مهال، کابل کې د امریکا سفارت د افغان حکومت له لوري د بګرام زندانیانو خوشي کول "په ژوره توګه د اندېښنې وړ" عمل بللی دی.

له سفارته خپره شوې ویناپاڼه وايي،" په نننیو خوشي شویو بندیانو کې داسې کسان هم شته، چې د افغان امنیتي ځواکونو، ولسي افغانانو، او امریکایانو او نورو ایتلافي سرتېرو په وژلو او یا بریدونو سمبالولو کې یې برخه لرله ".

امریکا وايي چې د دغو کسانو اړوندو دوسیو کې جدي جرمي ثبوتونه شته، چې دوی یې په اړه اندېښمن دي، چې په وینا یې د هر یوه بندي قضیه باید افغان محکمه کې تر قانوني پړاوونو تېره شي.

د امریکا سفارت ګواښ کړی، چې " د بندیانو د خوشي کولو د پایلو مسؤولیت به ټول د افغانستان پر حکومت وي، خو افغان حکومت باید دا ډاډ ترلاسه کړي، چې خوشي شوي کسان به بیا تاوتریخوالی او جګړې نه کوي، نړیوالې تولنې، افغانستان او امریکا ته به ګواښونه نه جوړوي ".

په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو پرون د يوې وينا په خپرولو سره ددغو بنديانو پرېښودل وغندل او دوى يې داسې کسان وبلل چې لاسونه يې په وينو سره دي.

خو د افغانستان لويه څارنوالي وايي پر هغوى ټول شوي شواهد يې په ځير ارزولي او هېڅ جرمي ثبوت يې نه دى موندلى.

يوه وياند خبريالانو ته وويل چې پخپله لوى څارنوال د اسنادو تر کتلو وروسته د هغوى د پرېښودو لارښوونه کړې ده.

امريکايي ځواکونو دغه پرېښودنه په افغانستان کې د قانون د پلي کېدو په برخه کې يو لوى شاتگ بللى دى. ددغو کسانو د پرېښودو لارښوونه څو اوونۍ د مخه ولسمشر حامد کرزي کړې وه.

"طالب جوړونې"

هغه د بگرام زندان د "طالب جوړونې" فابريکه بللې چې بېگناه کسان پکې تر کړولو وروسته په لوى لاس د حکومت خلاف درېدو ته اړ ايستل کېږي.

ناټو هم ددغو بنديانو تر پلان شوې پرېښودنې د مخه په يوه وينا کې پر دغه کار نيوکې کړي او وايي چې هغوى مخامخ د ٣٢ امريکايي يا اتحادي پوځيانو او د ٢٣ افغان امنيتي کارکوونکو يا ولسي وگړو له وژلو يا ټپيانولو سره مخامخ تړاو لري.

د امريکا دفاع وزارت د ځينو خوشې کېدونکو بنديانو نومونه رسنيو ته په ډاگه کړي دي.

يو په کې محمد ولي دى چې په هلمند کې نيول شوى او د افغان او نړيوالو ځواکونو خلاف د شلخي بمونو د چولو کارپوه بلل کېږي. ويل کېږي چې دده د گوتو او بايومتريکي نښې په هلمند کې په دريو بريدونو کې موندل شوي دي.

لویه څارنوالي وايي چې پخپله لوى څارنوال د اسنادو تر کتلو وروسته د بندیانو د پرېښودو لارښوونه کړې.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، لویه څارنوالي وايي چې پخپله لوى څارنوال د اسنادو تر کتلو وروسته د بندیانو د پرېښودو لارښوونه کړې.

ناټو وايي د محمد ولي په کور کې هم د هغه تر نيول کېدو وروسته چاودېدونکي توکي موندل شوي وو. بل تن نېک محمد دى چې لس مياشتې دمخه په کندهار کې نيول شوى او پر افغان او نړيوالو ځواکونو د توغنديزو بريدونو چمتو کوونکى بلل کېږي.

له هغه سره هم د توپ د گوليو په گډون چاودېدونکي توکي نيول شوي دي. دوه نور يې دواړه لس مياشتې وړاندې په پکتيا کې نيول شوي او په حقاني شبکې پورې اړوند بلل کېږي.

د يوه نوم احسان الله او د بل محمدالله ښودل شوى چې دواړه د شلخي بمونو چمتو کوونکي بلل کېږي چې د سړک ترڅنگ خښېږي او چوول کېږي.

امريکا منلې چې دغه کسان دې د افغانستان د قوانينو له مخې محاکمه شي، خو کابل وايي چې پر خلاف يې کافي شواهد نه شته.

سربېره پر دې ولسمشر کرزي تېره اوونۍ په افغانستان کې د بهرنيانو له خوا ټولې نيونې او بنديانونې ناقانونه وبللې او بندې يې کړې.

محب الله

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، بندي محب الله بي بي سي ته وویل، چې دی بېګناه دی او تر اوسه پرې د لګول شویو تورونو په اړه ثبوت نه دی پیدا شوی.
کرزی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ولسمشر کرزي د بګرام زندان ''د طالب جوړونې'' فابریکه بللی و.