د عبدالله پر ټاکنیز کاروان برید شوی

عبدالله عبدالله دوه ورځې ننګرهار ولایت کې و، چې کابل ته د ستنېدا پرمهال د تېرې چارشنبې پر ورځ ناوخته سروبي ولسوالۍ کې برید پرې وشو.
د عکس تشریح، عبدالله عبدالله دوه ورځې ننګرهار ولایت کې و، چې کابل ته د ستنېدا پرمهال د تېرې چارشنبې پر ورځ ناوخته سروبي ولسوالۍ کې برید پرې وشو.

د افغانستان په ختيځ کې د کابل- جلال اباد پر لار د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله پر ټاکنیز کاروان برید شوی، چې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی، خو طالبانو د درو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کړې ده.

د عبدالله د ټاکنیز کمپاین ویاند فضل الرحمن اوریا بي بي سي ته وویل، چې په دې کاروان کې عبدالله عبدالله هم و، خو نه هغه او نه هم د هغه ملګرو او پلویانو ته زیان اوښتی دی.

عبدالله عبدالله دوه ورځې ننګرهار ولایت کې و، چې کابل ته د ستنېدا پرمهال د تېرې چارشنبې پر ورځ ناوخته سروبي ولسوالۍ کې برید پرې وشو.

افغان پولیسو ویلي، چې برید له لیرې لوړ ځایه پر دغه کاروان شوی، چې په پایله کې د سروبي امنیه قومندان هم ټپي شوی دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته ویلي، چې برید دوی کړی دی.

مجاهد رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې د عبدالله عبدالله د درو ساتونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کړې ده، خو تر اوسه دا ادعا چا نه ده تایید کړې.

نژدې ۲۰ ورځې مخکې، د ټاکنو تر رسمي پیلېدا یوه ورځ مخکې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین مشر په هرات ولایت کې له خپل یوه ملګري سره ووژل شو.

د افغان پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې د کابل- جلال اباد پر لار یې د عبدالله د ټاکنیز کمپاین ټینګ امنیت نیولی و، خو دغه برید له ډېرې لیرې سیمې ورباندې شوی دی.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۱ کسان نوماندان دي، چې په پام کې ده د راتلونکي کال د حمل/وري پر ۱۶ ترسره شي.

د ټاکنو پروړاندې ناامني د افغان حکومت لپاره تر ټولو لوی سرخوږی دی، چې طالبانو د ټاکنیز بهیر ګډوډولو نیت کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ولسمشرۍ کاندیدانو ته یې ۳۵ ساتونکي او څلور زغره وال تعقیبي موټر ورکړي، چې خپل امنیت پرې وساتي.