ولسمشرۍ ته پنځه نور کسان هم ودرېدل

- Author, محمود کوچی
- دنده, کابل
په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدېدو ایله یوه ورځ پاتې ده، د ولسمشرۍ ټاکنو ته عبدالرحیم وردګ، قطب الدین هلال، حشمت غني احمدزي، سید اسحق ګیلاني او دل اقا کوهدامني ځانونه کاندیدل کړل.
د افغانستان ۹۳ کال ولسمشرو ټاکنو ته د نوماندانو د کاندیدېدو ایله یوه ورځ پاتې ده.
د شنبې ورځ (تلې/میزان ۱۳) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر کې ډېره ګڼه ګوڼه وه، او یو شمېر نور کسان د ولسمشرۍ د کاندیدېدو لپاره تللي وو.
د افغانستان د دفاع مخکني وزیر عبدالرحیم وردګ، د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي جګپوړي چارواکي قطب الدین هلال، حشمت غني احمدزي، سید اسحق ګیلاني او دل اقا کوهدامني د ټاکنو کمیسیون کې ولسمشریزو ټاکنو ته رسماً خپل نومونه ثبت کړل.
په دې سره، تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نهو کسانو نوملیکنه کړې ده.
د شنبې پر ورځ لومړی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند چارواکی قطب الدین هلال له خپلو پلویانو سره د ټاکنو کمیسیون ته د نوملیکنې لپاره ورغی.

نوموړي عنایت الله عنایت او محمد علي نبي زاده د خپلو مرستیالانو په توګه وټاکل.
ښاغلي هلال وویل، چې هغه خپلواک کاندید دی، او د هېڅ کومې ډلې یا ګوند استازیتوب نه کوي.
خو هغه ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي مشر وباله.
د دفاع وزارت مخکنی وزیر عبدالرحیم وردګ هم له خپلو پلویانو او مرستیالانو سره د ټاکنو کمیسیون ته د نوملیکنې لپاره ورغی.
ښاغلي وردګ په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالحمید افضلي د لومړي مرستیال او د ولسي جرګې یو بل غړی سید حسین انوري د دویم مرستیال په توګه وټاکل.
د جنرال وردګ دواړو مرستیالانو د ولسي جرګې له استازیتوبه استعفا کړې ده.
حشمت غني احمدزی د اشرف غني احمد زي کشر ورور دى چې ويل کيږي مشر ورور يې هم دغې څوکۍ ته درېدلى دى، هغه عبدالله برومند د خپل لومړي مرستيال او عابد نظر يې د دويم مرستيال په توگه غوره کړي دى.

حشمت غني وايي چې تگلاره يې د ورور له تگلارې سره توپير لري او هېڅکله به هم د اشرف غني احمدزي په گټه له خپلې کانديديدو نه تېر نه شي.
د ولسي جرگې غړى سيد اسحق گيلاني هغه بل نوماند دى چې خپل لومړى مرستيال يې زکريا نورزى او دويمه مرستياله يې نورزيه عصمتي ټاکلې ده .
دا رنگه دل آقا کوهدامني هغه بل نوماند دى چې زلمى همراز او تورپيکۍ عزيز يې خپل مرستيالان ټاکلي دي.
د يکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو وروستۍ ورځ ده چې په پام کې ده اشرف غني احمدزى او گل اغا شيرزى هم د ټاکنو په کميسيون کې خپل نومونه وليکي.








