حشمت غني احمدزی ولسمشرۍ ته ودرېد
په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره پنځم تن هم نوم لیکنه وکړ.
نن حشمت غني احمدزي چې د بل احتمالي نوماند اشرف غني احمد زي ورور دی د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې نوم لیکنه وکړه.
نوموړی له بسم الله شیر، عبد الله ، عبد رب الرسول سیاف او فضل کریم نجیمې وروسته پنځم تن دی چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره رسما نوم لیکنه کوي.
دغه راز د حزب اسلامي تن منسوب مستقل احتمالي نوماند قطب الدین هلال هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر ته ورغلي چې په دغو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي.




