خوست کې سون ګاز د لرګیو ځای نیسي

يو شمېر خوستیان وايي چې دا چاره د چاپېریال او ځنګل د ساتنې او ژغورنې په برخه کې له پامه نه شي غورځېدی.
د عکس تشریح، يو شمېر خوستیان وايي چې دا چاره د چاپېریال او ځنګل د ساتنې او ژغورنې په برخه کې له پامه نه شي غورځېدی.

په خوست کې يو شمېر وګړي، لرګي پلورونکي،او ګاز پلورنکي وايي چې ګواکې اوس د سون ګاز په پراخې ډېرېدنې سره،د لرګیو سیځلو دود مخ په پیکه کېدو دی.

خوستیان دا چاره د چاپيریال ساتنې او ځنګل ساتنې په برخه کې يو ارزښتناک ګام بولي.

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې خوست ولایت په تېر کې د سمسورو ځنګلو ولایت بلل کېده،خو په تېرو دریو لسیزو کې د قامي ویش پر بنسټ تر ډېره دغه ځنګلونه ووهل شولاو ښکلي هسک غرونه يې بې جامې او لغړ شول.

د دغو لرګیو ډېره برخه بهر ته قاچاق شوه او یوه برخه یې په خوست کې د ودانیزو چارو او سون لپاره وکارېده،خو اوس داسې ښکاري چې د ډېرو خوستیانو پام د ځنګل او چاپیریال ساتنې ته اوښتی دی.

نقیب الله متونوال چې د خوست ښار په یوه دفتر کې کارکوي وايي چې په کاله او دفتر دواړو کې ګاز کارکوي،چې یوه موخه یې ځنګل ژغورل دي.

محمد قسیم جان په خوست کې د لرګیو پلورلو ټال لري وايي، چې سږ ژمی لرګي لږ پلورل کېږي. نوموړی د دې چارې دوه لاملونه په ګوته کوي،وايي یو دا چې د سون ګاز کارېدنه ډیره شوې او بل سږکال ساړه لږ دي.

ګاز پلورونکی فضل حق هم داسې ښيي چې ګواکې د سون ګاز کارېدنه د پخوا پرتله ډېره شوې او د لرګیو سیځل کم شوي دي.

د خوست شار یو بل اوسیدونکی سیف الرحمان بیا د سون ګاز منفي اړخ په ګوته کوي،چې هغه له دې کبله د اور لګیدنې شونتیا ده. هغه وړاندیز کوي چې څوک ګاز کاروي اړینه ده چې په کاله کې یوه د اور وژنې ډبه هم وساتي.

خو یو شمېر کسان وايي چې د خوست په غرنیو او کلیوالي سیمو کې لا هم د لرګیو سیځلو دود د پخوا په څېر ژوندی دی. خو سون ګاز هم مخ په دودیدو بريښي. اوسمهال هلته یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانۍ دی چې د لرګیو پرتله ارزان دی.

دغه ګاز له پاکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونو څخه رالېږدول کېږي

په ښارونو او ځانګړي ډول خوست ښار کې د لرګي سیځنې دود پیکه کېدو يو لامل ښايي دا هم وي،چې ګاز کارونه لوګی نه لري کوټي ورسره پاکې وي او لګول یې هم ستونزمن نه دي.

خو په هر حال يو شمېر خوستیان وايي چې دا چاره د چاپېریال او ځنګل د ساتنې او ژغورنې په برخه کې له پامه نه شي غورځېدی او خپلې څرګندې ګټې لري.