هلمند کې نامعلومو کسانو افغان خبریال وژلی

هلمند ولایت کې چارواکي وايي، یو افغان خبریال د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې وژل شوی دی.
ویل کېږي، چې وژل شوی نوراحمد نوري، د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې ځايي خبریال و.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک د پېښې تایید تر څنګ وايي پولیسو ته معلومه شوې، چې تېره شپه د لښکر ګاه په لګان کارته سیمه کې یو جسد موندل شوی، چې ګونۍ کې بند و.
د نوموړي په وینا وژل شوی کس د تشدد له کبله وژل شوی، خو وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې د دغې پېښې عاملین څوک دي.
د ځواک په وینا د پولیسو لومړني رپوټونه ښيي، چې ښايي د نوموړي خبریال وژنه یوه جنايي پېښه وي، خو وايي تر اوسه دې لړ کې څېړنه نه ده بشپړه شوې.
د وژل شوي خبریال کورنۍ خبریالانو ته ویلي، چې نوموړی ګهیځ ۸ بجې دندې ته د تلو لپاره له کوره ووت، خو وايي څه ځنډ وروسته یې موبایل ټلیفون غلی شو.
هلمند کې له دې مخکې هم خبریالان وژل شوي دي.
د صمد روحاني وژل کېدل
د بي بي سي خبریال صمد روحاني د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ په ۷ ورځ مرکزي ښار لښکرګاه کې وتښتول شو او د دویمې ورځې مازدیګر ( یکشنبه جنوري ۸ ) یې جسد لښکرګاه ښار ته نژدې وموندل شو.
یو بل افغان خبریال اجمل نقشبندي هم همدې ولایت کې د ۲۰۰۷ کال اپریل کې د وسله والو طالبانو په لاس ووژل شو.
تېرې څه مودې کې د کابل په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښې شوې دي.
د خبریالانو خوندیتوب د څارنې مرکزونو افغانستان کې له خبریالانو سره د زور زیاتي یو شمېر پېښې ثبت کړې دي.








