د ولايتي شوراګانو د قانون طرحه تصويب شوه

د افغانستان ولسي جرګې د ولایتي شوراګانو د قانون طرحه تصویب کړه.
د دغې طرحې لانجمنه موضوع پر سیمه ییزو ادارو د ولایتي شوراګانو څار وو، چې ولسي جرګې دغه واک ور نه کړ.
خوشحال تایب په خپل راپور کې وايي، د ولایتي شوراګانو د قانون طرحه وړاندې تر دې درې ځله ولسي جرګې ته استول شوې وه، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله نه وه تصویب شوې.
د ولایتي شوراګانو قانون طرحه له څو میاشتو راهیسې په ولسي جرګې کې وه خو تر ډېرو بحثونو وروسته د شبنې پر ورځ (ډسمبر، ۱۱مه) تصویب شوه.
د ولسي جرګې استازو د ولایتي شوراګانو له خوا پر سیمه ییزو ادارو د څار په برخه کې تاوده بحثونه درلودل او تر ډېره لانجمنه وه.
وړاندې تر دې د ولایتي شوراګانو یو شمېر مشرانو غوښتنه کړې وه، چې پر سیمه ییزو ادارو د څار واک دې ورکول شي.
خو د ولسي جرګې د یو شمېر استازو په وینا ښايي له دغه واکه ناوړه ګټه واخیستل شي.
خو یو شمېر نورو استازو ویل چې له مرکزه ولایتونو ته د واک د لېږد لپاره باید ولایتي شوراګانو ته هم یو څه صلاحیت ورکول شي.
تر اوږدو بحثونو وروسته د ولایتي شوراګانو د قانون طرحه په ٧ څپرکو او ٤١ مادو کې تصویب شوه.
ولایتي شوراګانو ته د حکومت پر کړنو د څارنې د صلاحیت پر مسلې له تیر یو کال راهیسې د جرګې د استازو او د ولایتی شوراګانو د غړو ترمنځ بحثونه روان وو.








