کرزی: امريکايان افغانانو او جرګې ته 'درناوی' نه لري

دغه بريد داسې مهال کېږي، چې د ملکيانو د وژنې پر سر ولسمشر کرزی له امريکا سره په شخړه کې کېوتی
د عکس تشریح، دغه بريد داسې مهال کېږي، چې د ملکيانو د وژنې پر سر ولسمشر کرزی له امريکا سره په شخړه کې کېوتی

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې د ناټو هغه هوايي بريد په کلکه غندلی چې له امله يې يو دوه کلن ماشوم وژل شوی دی.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي د ګرم سېر ولسوالۍ په فقيرانو کلي کې پر يوه کور شوي دغه بريد کې دوه ښځې ټپيانې شوې دي.

خبرپاڼې د هلمند د والي له قوله ويلي، چې دغه بريد تېره ورځ د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې له لوري شوی دی.

په خبرپاڼه کې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې امريکايي ځواکونه د افغانانو د کورونو او ژوند خونديتوب ته درناوی، نه لري.

ښاغلي کرزي ويلي دغه بريد وښووله چې امريکايي ځواکونه د مشورتي لويې جرګې پرېکړو ته هيڅ احترام نه کوي.

ده وویلي دي: ''له کلونو راهيسې زموږ بيګناه خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نوم لاندې قرباني کېږي او کورونه يې مصوونيت نه لري''.

ولسمشر کرزي يو ځلې بيا په ټينګار وويل: ''تر هغه چې پر افغانانو د بهرنيو ځواکونو دا ډول خپلسري او ظلم ادامه ولري، له امريکا سره به امنيتي تړون لاسليک نه شي''.

تر دې وړاندې ولسمشر کرزي پخپلې راډیويي وینا کې وویل امريکا دې رښتينې همکاري د سولې په بهير کې د رسمي مذاکراتو او تفاهم له لارې پيل کړي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په وينا راغلي چې له امریکا سره به امنیتي تړون هغه مهال لاسلیک کېږي چې د دۀ شرطونه ومنل شي، د افغانستان خلک د امنیت او خوندیتوب احساس وکړي او د سولې خاوندان شي.

حامد کرزى وايي، د مشورتي لويې جرګې د مشورو او پرېکړو په پام کې نیولو سره، د افغانستان د ګټو خوندیتوب لپاره ځينې شرطونه لري او امریکا يې باید په اړه د تړون له لاسلیک کېدو وړاندې اړينې ژمنې وکړې.