مشورتي جرګه: تړون بايد د کال تر پايه لاسليک شي

نن د کابل او واشنګنټن ترمنځ د امنيتي تړون څلورمه او د مهالويش له مخې وروستۍ ورځ ده.
د جرګې په دريمه ورځ جرګې ته وربلل شويو شاوخوا ۲۵۰۰ استازو د امنيتي تړون پر ۲۶ مادو خپل بحثونه د شپې تر ناوخته پای ته ورسول.
ټاکل شوې نن له غرمې مخکې د جرګې پنځوس کمېټې هره يوه د امنيتي تړون په تړاو خپلې پرېکړې، نظرونه او پیشنهادونه جرګه والو ته وړاندې کړي.
له غرمې وروسته به جرګه وال د کابل- واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون په اړه يو پريکړه ليک صادر کړي.
په ټوله کې د مشورتي لويې جرګې نظر دا دی چې دغه تړون دی پرته له ځنډه د ولسمشر له لوري لاسليک شي.
تېره ورځ ناوخته چې ۵۰ کميټو خپل کارونه پای ته ورسول ۴۶ يې ويل چې دغه تړون باید د روان میلادي کال تر پايه بشپړ شي.
څلورو نورو کميټو ويل چې امنيتي تړون دې هر څومره چې ژر کېدای شي لاسليک شي.
په کميټو کې تر ټولو جنجالي بحث د امنيتي تړون پر ۱۳مې مادې و، چې د امريکايي سرتېرو د قضايي صلاحیت په اړه ده.
د جرګې ډیری ګډونوالو ويل که کوم امريکایی سرتيری جرم کوي او په امريکا کې محاکمه کېږي، بايد قربانيان ډاډه شي چې عدالت تامين شوی دی.
ځينو نورو ويل چې امريکايي لوري ته بايد قضايي صلاحيت ور نه کړای شي، خو يو شمېر داسې هم په کې و، چې ويل يې د کومې پېښې په صورت کې بايد قربانيان هم په امريکايي محکمو کې د خپلې دعوا د پر مخ بيولو لپاره موجود وي.








