مجددي: ولسمشر کرزی د تړون ځنډولو حق نه لري

د مشورتي لويې جرګې مشر صبغت الله مجددي وايي، ولسمشر حامد کرزی دا حق نه لري، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي سند لاسلیکیدل وځنډوي.
ښاغلی مجددي وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې ولسمشر کرزي د همدغې جرګې د پرانیستې غونډه کې ویلي، که سند ملي شورا تصویب هم کړي، نو له ټاکنو وروسته به يې لاسليکوي.
ښاغلي مجددي د جرګې په خیمه کې خبریالانو ته وویل: ''کرزی صیب هیڅ حق نه لري دغه ډول خبرې وکړي. زه وایم، چې دی سهوه کوي، اشتبا کوي. ځکه ټولې هغه غوښتني، چې کرزي صیب او موږ لرلې، هغه یې منلې دي''.
په کابل کې حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي، چې ښاغلي مجددي دارنګه وویل، ښايي پر ټولو مادو بحث نن پای ته ورسیږي او زیاتوي، چې د سند په مادو کې مهم ا ختلافات حل شوې دي.
د کابل- واشنګټن امنيتي تړون ۲۶ مادې لري، چې پر ۱۵ يې پرون بحث شوی و.
هغه زیاته کړي، چې د دغه سند د لاسلیک ځنډول افغانستان په خیر دی نه دي: ''که له دې وروسته هم ځنډ ورکوي، دا د افغانستان په زیان دی او موږ ته د قبول وړ نه دی''.
خو ولسمشر کرزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره په خبرو کې تېره شپه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه سند به هغه مهال لاسلیک شي، چې د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو چاپې بندي شي او امریکا د رڼو ټاکنو د ترسره کیدو ضمانت ورکړي.
خو د جان کيري ټينګار دا و، چې دغه تړون بايد د روان ميلادي کال تر پايه چې ايله پنځه اوونۍ ورته پاتې دي لاسليک شي.
له ارګ نه په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر کرزی به د مشورتي جرګې په اختتاميه غونډه کې ټول هغه لاملونه په ګوته کړي چې دی يې له مخې غواړي د امنيتي تړون لاسليکېدل وځنډوي.
د افغانستان د خلکو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو بندېدل، د سولې په پروسه کې د امریکا صادقانه همکاري او رڼې ټاکنې هغه ټکي دي چې ښاغلی کرزی به پرې وغږيږي.
له امریکا سره په تړون کې د اختلاف بل ټکی د امریکايي ځواکونو د قضايي پلټونو واک و، چې د ښاغلي مجددي په خبره هغه هم حل شوی دی.
نوموړي وویل، امریکايي ځواکونه قضايي خوندیتوب نه لري، خو د ده په وینا که جرم کوي، نو د امریکا د قوانينو له مخې به په امریکا کې محاکمه کیږي او د محکمې په بهیر کې به افغانان هم حاضر وي.








