تاسې د مشورتي جرګې پايلې څنګه ارزوئ؟

- Author, وړاندې کوونکی
- دنده, حفیظ الله معروف، کابل
ولسمشر کرزي جرګې په خپله وینا کې وویل، چې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکېدل يوه سخته پريکړه ده او ویې و ویل چې افغاني غیرت يې نه مني، خو وايي مجبوره يو چې تړون لاسليک کړو.
تاسې د دغې جرګې پایلې څنګه اروزئ؟
د جرګې نظر د افغانستان د راتلونکې په ګټه بولئ که په زیان؟
ولسمشر کرزي وویل، چې دسولې په ټینګښت او په سمه توګه د ټاکنو د ترسره کیدو په تضمین به دغه سند لاسلیک کړي، تاسې د ولسمشر دغه دلیل څنګه بولئ؟
که غواړئ، په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، نو نن ماښام په خپرونه کې په ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰ شمیرې راته زنګ ووهئ.
دارنګ کولای شئ، د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پریږدئ.




