د تړون لاسلیک وخت پر سر اختلاف

د کمېټو مشران د ورځې په پای کې د دغې لویې جرګې د مشر په ګډون یوې ناستې کې ګډون کوي.
د عکس تشریح، د کمېټو مشران د ورځې په پای کې د دغې لویې جرګې د مشر په ګډون یوې ناستې کې ګډون کوي.

د امریکامتحدو ایالتونو له افغان چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون د روان کال تر پای مخکې ورسره لاسلیک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یوه ویاند ویلي د تړون د لاسلیک په تړاو د افغان ولسمشر حامد کرزي وړاندیز چې ویلي یې وو شپږ میاشتې وروسته یعنی د ولسمشرۍ تر ټاکنو دې وځنډول شي، نه عملي دی او نه هم ممکن.

ولسمشر کرزي تېره ورځ له مشورتي لویې جرګې وغوښتل چې د دغه تړون ملاتړ وکړي.

په دې سره به امریکايي ځواکونه اجازه ولري چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

بل لور ته د لویې جرګې کمېسونونو د امریکا او افغانستان تر منځ د شوني امنیتي هوکړه لیک په اړه ارزونې او بحثونه پیل کړي دي.

زموږ همکار سمېع الله موسی زی دغه بهیر له نږدې څاري او وايي، چې د جرګې پنځوس ګونې کمېټې په څو کوچنیو کاري ډلو وېشل شوي دي.

د لویې جرګې کمېسونونو د امریکا او افغانستان تر منځ شوني امنیتي هوکړه لیک په اړه ارزونې او بحثونه پیل کړي دي.
د عکس تشریح، د لویې جرګې کمېسونونو د امریکا او افغانستان تر منځ شوني امنیتي هوکړه لیک په اړه ارزونې او بحثونه پیل کړي دي.

د کمېټې غړي د امنیتي تړون په متن کې راغلې هره ماده لولي، څېړي یې او په اړه یې خپل نظرونه څرګندوي.

هره کمېټه یو مشر او منشي لري. د کمېټو مشران د ورځې په پای کې د دغې لویې جرګې د مشر په ګډون یوې ناستې کې ګډون کوي، چې هلته دوی د خپلو کمېټو کاري راپورونه وړاندې کوي او د اړوندو کمېټو د غړو نظرونه له نورو سره شریکوي.

د جرګې غړي د بېلابېلو مادو په اړه بېلابېل نظرونه لري او یو له بل سره یې څېړي.

له دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي و که جرګه له امنيتي تړون سره موافقه وکړي او ملي شورا يې تصويب کړي نو امنيتي تړون دې هغه مهال لاسليک شي چې انتخابات په سم ډول ترسره شوي وي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا او افغانستان ترمنځ پر امنيتي تړون د بحث لپاره راټولو شويو شاوخوا ۲۵۰۰ استازو ته وکړې.