د هغو جنګي توکو موزیم، چې کابل یې وران کړ

کابل کې پنځلس سوه جنګي توکي له کلونو راهیسې په یوه خصوصي موزیم کې ساتل شوي.
د عکس تشریح، کابل کې پنځلس سوه جنګي توکي له کلونو راهیسې په یوه خصوصي موزیم کې ساتل شوي.
    • Author, کاوون خموش
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان تاریخ زیاتره برخه په جګړو کې تېره شوې ده، چې په هر پړاو کې یې ګرمې یا سړې جګړې روانې وې.

۱۷۵ کاله مخکې، له انګریزانو سره خونړۍ جګړې، پرافغانستان د پخواني شوروي د یرغل پرمهال اوږده جګړه، او اوسمهال د حکومت له مخالفانو سره د حکومت او د نړیوالو ځواکونو جګړه د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ډېرې خطرناکې جګړې دي.

په دغو معاصرو جګړو کې د افغانستان اردو او ارزښتانکه ملي شتمنۍ له منځه یووړل شوې شوې او د دغه هېواد ډېری برخې د کورنیو جګړو په کلونو کې پر کنډوالو واوښتې.

د جګړو له کبله د افغانستان د ملي موزیم نژدې اویا سلنه شتمنۍ او تاریخي لرغونتوکي غلا او تالان شول، او ان ځینو زورواکانو پخپلو شخصي موزیمونو کې پر ځان پورې وتړل.

خو د افغانستان د ننه داسې کسان هم شته، چې په تېر لانجمن تاریخ کې یې د افغانستان د جګړه ییزو توکو نندارتون ساتلی او پخواني جنګي توکي یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د هغو توکو موزیم، چې ملي موزیم یې وران کړی

د افغانستان د پنځو حکومتي موزیمونو سربېره، د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدا وروسته دوه خصوصي موزیمونه جوړ شوي دي.

د OMAR په نامه دغه خصوصی موزیم کې ۱۵۰۰ جنګي اثار ساتل شوي، چې ویل کیږي، چې د ماین پاکۍ د ۲۴ کلنې هڅې پایله کې دغه موزیم جوړ شوی او دغه توکي د "اومر" د فعالیتونو پرمهال موندل شوي دي.

د اومر موزیم شاید کابل کې د پوځي موزیم نوم ورکړل شي، چې د ماین پاکۍ د مؤسسې د ودانۍ څېرمه جوړ شوی.

د دغه موزیم څښتن فضل کریم فضل وايي: "په ځینو ځایونو کې کنډوالې وې داسې ځایونه وو چې هلته خلک نه شوای ورتلی، موږ هلته ماینونه پاکول. تر ځمکې لاندې څیزونه وو، چې موږ راوایستل او دلته مو راوړل، ځکه چې دا د افغانستان پانګونه او تاریخ په ډاګه کوي".

د موزیم بهرنۍ فضا کې هغه الوتکې هم شته، چې قدامت یې ۲۰۰ کلونو ته رسېږي.
د عکس تشریح، د موزیم بهرنۍ فضا کې هغه الوتکې هم شته، چې قدامت یې ۲۰۰ کلونو ته رسېږي.

هغه توکي چې ښاغلي فضل په دې موزیم کې ساتلي، قدامت یې له انګریزانو سره د افغانانو د جګړې تر پېر پورې رسېږي، چې د افغان ولس د ویاړ ښکارندویه دي.

دی وايي، چې دغه موزیم به هېچا ته په هېڅ قیمت ورنه کړي، او ان حکومت ته یې سپارلو ته هم چمتو نه دی: "له بده مرغه، هغه موزیمونه چې موږ لرل، له منځه ولاړل، لوټ تالان شول او زه ډاډمن یم که چېرې دغه ډول توکي موزیمونو کې وای، پر بهرنیو به د لرغونو توکو په بیه پلورل کېدل".

ښاغلی فضل وايي، د موزیم هره ټوټه یې میلیونونه ډالر ارزښټ لري، خو دغه موزیم د نوموړي او د موزیم د نندارچیانو لپاره تر میلیونونو ډالر ډېر ارزښت لري.

هغه اثار، چې د ښاغلي فضل د ماین پاکۍ مؤسسې راټول کړي، د ماهرو کسانو په لاس نه سمبال شوي، بلکې د نامسلکي کسانو له خوا له خاورو رایستل شوي او په ځینو مواردو کې ورته د یوه بم په سترګه کتل شوي.

په دې موزیم کې هغه درنې وسلې هم شته، چې انګلستان، ترکیه، فرانسه او روسیه کې جوړ شوي، چې د افغان-انګریزانو، لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو د ( ۱۸۳۹ -۱۸۴۲)، (۱۸۷۸–۱۸۸۰) کلونو پرمهال ګټه ترې اخیستل شوې ده.

د موزیم بهرنۍ فضا کې هغه الوتکې هم شته، چې قدامت یې ۲۰۰ کلونو ته رسېږي.