د بګرام یوې ډلې بندیانو خوشې کېدو سپارښتنه شوې

وړاندې تر دې د بګرام په زندان کې د بندیانو د دوسیو څېړلو کمېټې ۶۵۰ تنه چې د ترهګرۍ له توره سپین ختلي له بنده خوشې کړي دي.
د عکس تشریح، وړاندې تر دې د بګرام په زندان کې د بندیانو د دوسیو څېړلو کمېټې ۶۵۰ تنه چې د ترهګرۍ له توره سپین ختلي له بنده خوشې کړي دي.

د افغانستان عدلي او قضايي چارواکو د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو کمېسیون ته سپارښتنه کړې، هغه بندیان له بنده خوشې کړي چې په اړه جرمي شواهد نشته.

وړاندې تر دې د بګرام په زندان کې د بندیانو د دوسیو څېړلو کمېټې ۶۵۰ تنه چې د ترهګرۍ له توره سپین ختلي له بنده خوشې کړي دي.

له کابله خوشحال تایب په خپل رپوټ کې وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي د هغو ۸۸ بندیانو له ډلې چې په بګرام زندان کې بندیان وو او دوی یې په اړه کره څېړنې کړي معلومه شوې چې له دغې ډلې ۴۵ تنه یې داسې کسان دي چې پرخلاف یې هیڅ ډول جرمي شواهد او مدارک نشته.

۲۷ تنه نور یې داسې کسان دي چې په اړه یې یوازې یوه عادي اطلاع موجوده ده او د پاتې ۱۶ تنو په اړه یې د هېواد په امنیتي ادارو کې جرمي سندونه شته.

ددغو کسانو د برخلیک په اړه د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څېړنو د کمېسیون او امریکایانو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې سرپرست انجینر رحمت الله نبیل د ولسمشر کرزي په مشرۍ عدلي او قضايي غونډې ته ویلي دوی په مرکز او ولایتونو کې د ملي امنیت بېلابېلو ادارو کې د دغو ۸۸ تنو بندیانو په اړه په پوره پام، جدیت او غور سره څیړنې کړې دي.

عدلي او قضایي غونډې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو کمېسیون ته لارښوونه کړې، هغه بندیان دې له بنده آزاد کړي چې بې ګناه دي او په اړه یې کوم جرمي سند او یا مدرک نشته او د هغو بندیانو پر دوسیو دې بیا کتنه وکړي چې په اړه یې د ملي امنیت لوی ریاست نوي مالومات او سندونه راغونډ کړي او دغه دوسیې دې لویې څارنوالۍ ته وسپاري.

وړاندې تر دې افغان چارواکو ویلي وو، نړیوالو ځواکونو په تېر یوه کال کې څلور زره بندیان دوی ته سپارلي، چې دوی هم له دې ډلې ۱۳۷۳ تنه خوشې کړي دي.

د بګرام زندان د چارو واګې د روان لمریز کال په پیل کې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.