د کابل ښاروال په درغلۍ تورن شو

د کابل ښاروال پر ده لګول شوي ټول تورونه بې بنسټه وبلل او ادعا یې وکړه، چې د ځمکو ځینې غاصبین له دې لارې غواړي چې پر نوموړي فشار راوړي.
د عکس تشریح، د کابل ښاروال پر ده لګول شوي ټول تورونه بې بنسټه وبلل او ادعا یې وکړه، چې د ځمکو ځینې غاصبین له دې لارې غواړي چې پر نوموړي فشار راوړي.

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې، چې کابل ښاروال راتلونکې اوونۍ ته پر ده د اداري فساد او ځمکو د غصب د تورونو په اړه استجوابیه غونډې ته وروغواړي.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون یوه پلاوي او د جرګې یو شمېر غړو پر یونس نواندېش تور پورې کړی، چې په یو شمېر پروژو کې یې اختلاس کړی او د ښار په بېلابېلو برخو کې یې ځمکه غصب کړې ده.

خو ښاروال پر ده لګول شوي تورونه ردوي.

خو د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر کابل ښاروال محمد یونس نواندېش یو شمېر تورونه پورې شول.

د دغې جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د چارو کمېسیون یوه پلاوي چې د ښاروالۍ د چارو د پلټنو لپاره ټاکل شوی و، پر ښاروال د درغلۍ او د ځمکو د غصب تورونه پورې کړل.

همدراز یو شمېر جرګه والو پر ښاغلي نواندېش تور پورې کړ، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې د خپلو اولادونو په نامه ځمکې غصب کړې او خلکو ته یې په درغلۍ ځمکې وېشلې دي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې کابل ښاروال به د دغو تورونو په اړه د ځواب ویلو لپاره راتلونکې اوونۍ د ولسي جرګې یوې استجوابیه غونډې ته وروغوښتل شي.

ښاغلی نواندېش وايي، د یادو شویو تورونو په اړه ځواب ویلو ته چمتو دی.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې پر ده لګول شوي ټول تورونه بې بنسټه وبلل او ادعا یې وکړه، چې د ځمکو ځینې غاصبین له دې لارې غواړي چې پر نوموړي فشار راوړي.

په دې وروستیو کې د یوې خپرې شوې دولتي شمېرنې له مخې د افغانستان په پلازمېنې او ولایتونو کې لسګونه زره جریبه ځمکه د داسې زورواکو لخوا غصب شوې، چې تر ډېره په دولت کې هم ژورې ریښې لري.