د نوي کال مېله کې سلګونه فلپینیان ټپیان شول

فلپين کې د نوي کال په ویاړ په اورلوبو او ډزو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او نژدې ۶۰۰ نور ټپیان دي.
یو ماشوم د اورلوبو پرمهال وژل شوی او یو بل تنکی ځوان هم د اورلوبو د ترسره کوونکو د نندارې پروخت وژل شوی.
د فلپین د روغتیا وزارت وايي، سږکال د تېر هغه پرتله د نوي کال د خوشحالیو پرمهال د ژوبلو شویو کسانو کچه ۴۳ سلنه لوړه شوې ده.
تېر کال، هم د نوي کال په ویاړ د خوشالیو او اورلوبو پرمهال فلپین کې دوه کسان وژل شوي وو.
هغه مهال حکومت د خوشحالیو پرمهال د پټاکیو په چوولو بندیز ولګاوه.
فلپینیان د ناقانونه وسلو په تور بازار کې لومړی ځای لري.
ډېر کله د خوشحالیو پرمهال په هوايي ډزو کې ځینو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د روغتیا وزارت غوښتنه کړې وه، چې په انفرادي توګه دې د اورلوبو نندارې نه کېږي.
دغه مرګ ژوبله داسې مهال رامنځ ته شوې، چې فلپین کې د یوه ناورین یو کال نه پوره کېږي.
په تېر نومبر کې یوه توپان تر ۶۰۰۰ ډېر کسان ووژل.








