له ولسمشر سره د خبريالانو په ناسته كې څه تېر شول؟

داسې ښكارېده، چې د ولسمشر كرزي څرګندونو هغه خبريالان هم تر ډېره قانع كړل، چې په رسنيو پر هغه ډير نيوكې كوي.
د عکس تشریح، داسې ښكارېده، چې د ولسمشر كرزي څرګندونو هغه خبريالان هم تر ډېره قانع كړل، چې په رسنيو پر هغه ډير نيوكې كوي.
    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, کابل

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د خبري غونډو او مركو لپاره ډېر تللى يم. په هر ځل لږ تر لږه څلور- پنځه ځايه تلاشي شوى او سكېن شوى يم او پر سپيو خو د وسايلو تلاشي معمول دى.

دليل يې روښانه دى، چې د امنيتي تدابيرو لپاره دغسې كوي. ښايي تر يوه بريده منطقي هم وي. خو دا ځل هغه ډول نه وه. تالاشي او له خبريالانو سره چلند هرڅه بدل بدل ښكارېدل.

يوازې دوه ځايه تلاشي كېده او مخامخ خبريالان د غونډې ځای ته په موټر كې وړل كېدل. د كورنيو او نړيوالو رسنيو لسګونه خبريالان د ارګ ماڼۍ په مطبوعاتي دفتر كې د يو لوى مېز او نورو كوچنيو مېزونو تر شا ناست دي.

دغرمې ډوډۍ وخت دى. ټول د ولسمشر راتګ په تمه دي، چې يو ځاى ډوډۍ وخوري. ناسته له ټاكل شوې وخت لږ وځنډېده. ټول هغې لارې ته ګوري چې ولسمشر پرې راځي.

دغه غونډه ځكه ټولو ته مهمه ښكاري، چې په حساس پړاو كې خبريالانو ته داسې فرصت په لاس ورځي چې پر مهمو مسايلو له ولسمشر سره مخامخ د زړه خواله وكړي.

ولسمشر كرزى تالار ته راننوت. له هغه سره د معمول په څېر امنيتي سلاكار رنګين دادفر سپنتا، عبدالكريم خرم، ايمل فيضي او ځينې كسان مله دي.

ولسمشر د ډوډۍ د خوړلو پرمهال خبرې پيل كړې. خو دا خبرې رسمي نه دي. زموږ همكارې مينې بكتاش ته يې د لندن په سفر كې د بي بي سي مركزي دفتر د ورتګ يادونه وكړه.

د هغه كوچني افغان ماشوم كيسه يې كوله، چې ده ته يې د بي بي سي په دفتر كې په انګريزي مقاله لوستې وه. ښاغلى كرزى مطبوعات ډېر تعقيبوي نو له همدې وجې يې په غيرې مستقيم ډول پر ځينو رسنيو تور پور كاوه، چې چې نشرات يې له ملي ګټو سره سم نه دي.

خو ولسمشر په ټوله مانا د بيان ازادۍ ته ژمن ښكاري اوله ټولې نيوكې په سړه سينه اوري.

د ارګ يوه چارواكي راته ويلې و، چې ولسمشر كرزى د شپې تر ناوخته بهرنۍ او كورنۍ رسنۍ په دقت څاري او ښايي همدا لامل به وه، چې د خبريالانو په ناسته كې يې د هر خبريال نيوكې او پوښتنې په حوصله اورېدې او ځواب يې وركاوه.

خو په ټوله كې يې له لوېديځو مطبوعاتو سر ټکاوه.

ولسمشر كرزى د ډوډۍ پرمهال له خبريالانو سره ټوكې ټكالې كوي خو دا سې پوښتنې هم كوي، چې د امنيتي تړون او امريكا په اړه د خبريالانو عمومې ذهنيت مالوم كړي.

کنایه او طنز

ښاغلي كرزي د نويمې لسيزې جګړې، كورنې جګړې ونه بللې بلكې هغه يې د ‘بهرنيانو مداخلې’ په ګوته كړې.
د عکس تشریح، ښاغلي كرزي د نويمې لسيزې جګړې، كورنې جګړې ونه بللې بلكې هغه يې د ‘بهرنيانو مداخلې’ په ګوته كړې.

ځينې خبرې او پوښتنې د كنايې او طنز په ډول وايي خو ځواب يې هم كله كله خپله وركوي. د بېلګې په ډول: ستاسې له نظره كوم تلويزيون ملي خپرونې كوي ؟..... فكر كوم اريانا به نسبتا ښه وي؟! همداسې نه ده..... ؟!

ډوډۍ خلاصه شوه. ولسمشر وايي: نن بيانيه نه وركوم، له تاسې نه ستاسې پوښتنې اورم او له تاسې اورم چې خلک څه وايي.

كله چې په دغه ډول حساسو حالتو كې د هېواد ترټولو لوړ پوړى او مسوولت مشر، ژورناليستانو د پوښتنو ووايې، نو له هر خبريال سره پنډ پنډ پوښتنې وې. چې معقولې وي او كه نه، پرې هغې يې نه غږيږو.

د پوښتنې لومړى چانس پكې زما شو. پوښتنه مې دا وه، چې ولې يې د مشورتي جرګې په پرانيستې وينا كې د امنيتي تړون په اړه يې دريځ له اوسني سره توپير لري؟ او ځينې دا اندېښنه هم لري، كه بهرني ځواكونه ووځي، ښايي د نوي يمې لسيزې وخت بيا تكرار شي ؟

د ولسمشر ځواب خورا اوږد و او ډيلوګ شكل يې درلود. خو په ټوله كې يې ټينګار دا و، چې دريځ كې يې بدلون نه دى راغلى خو بايد شرايط يې ومنل شي. هغه ويل د سند په مسوده كې لاهم توپيري مسايل شته او په ځانګړي ډول يې پر افغانستان د بهرني يرغل د تعريف يادونه كوله، چې لاهم دواړه اړخونه پكې ژور اختلاف لري.

د بهرنیانو مداخله

ښاغلي كرزي د نويمې لسيزې جګړې، كورنې جګړې ونه بللې بلكې هغه يې د ‘بهرنيانو مداخلې’ په ګوته كړې.

هغه په ډير ډاډ او ټنيګار دا خبره بيا بيا تكراوله، چې امريكا له افغانستانه وتونكې نه ده او د ډير وخت لپاره په سيمه كې ستراتيژيكې موخې لري.

نوموړي په ډاګه وويل: ((امريكا ته زه مهم نه يم، امريكا ته افغانستان مهم دى او خپلې ګټې يې. چې دوى ته خپلې ګټې مهمې وي، نو زما ملاتړ وكړئ، چې زه هم سياست وكړم)).

ولسمشر په مستقيم او غير مستقيم ډول له ځينو كورنيو رسنيو ګيله كوله، چې په قصدي او يا هم غير قصدي ډول د امريكا په ګټه تبليغات كوي او له هغوى يې غوښتنه كوله چې په مهمو مسايلو كې د افغانستان ملي ګټې په پام كې ونيسي.

د هغه ټينګار دا و، چې بايد پر امريكا تكيه ورو ورو ختمه شي او افغانستان پر خپل ځان متكي شي، ځكه دوامداره تكيه د افغانستان ‘په خير’ نه ده.

د خبريالانو پوښتنې ترډيره له امريكا سره پر امنيتي تړون او اړيكو ورټولې وې.

د ولسمشر له دغو څه باندې درې نيمو ساعتونو خبرو او بحث څخه داسې انګيرل كېده، چې دى پر امريكا ډير بې باوره شوى او دا خبره يې د مشورتې جرګې او هندوستان يوې غونډې ته هم ډاګه كړې وه چې پر امريكا باور نه شي كولاى.

ځينې خلک وايي چې د دوو متحدانو ترمنځ دغه ډول بې باوري تر ډيره دواړو لوريو ته ښې پايلې نه لري.

خو ولسمشر په طنزي ژبه ويل چې “روس نر و خو زموږ متحده شړېدلې ده”.

ده ويل د امنيتي سند په اړه ځكه پر خپلو شرايطو ټنيګار كوي، چې د سولې په اړه د امريكا پر نيت شك لري او د ده په ټكو كه امنيتي سند لاسليک كړي او د سولې بهير پيل شوي نه وي، د افغانستان لپاره خطرناكې پايلې لرلاى شي.

نوموړي ويل وېره لري چې ګواګې كه د سولې بهير نه وي پيل شوى، نو ښايي امريكا طالبانو ته ځينې سيمې وركړي او بيا په يوه هېواد كې دوه حكومت وي، ځكه د هغه په ټكو پخوا ځينو امريكا چارواكو د دغه كار يادونه هم ورته كړې وه.

سخت زړی

ولسمشر په طنزي ژبه ويل چې “روس نر و خو زموږ متحده شړېدلې ده”.
د عکس تشریح، ولسمشر په طنزي ژبه ويل چې “روس نر و خو زموږ متحده شړېدلې ده”.

د ولسمشر ځينې څرګندونې، چې دلته يې يادول مناسب نه دي، داسې دردوونكې او له مظلوميته ډكې وې چې د هر سخت زړي انسان طاقت ورته نه كېده.

په دغه اوږده غونډه كې دخبريالانو پوښتنې ننګونكې هم وې، خو ولسمشر په تيره لسيزه كې داسې لوبېدلى چې يوه خبريال يا مخاطب ته د قناعت وركول ښه هنر يې په نصيب شوى دى.

داسې ښكارېده، چې د ولسمشر كرزي څرګندونو هغه خبريالان هم تر ډېره قانع كړل، چې په رسنيو پر هغه ډير نيوكې كوي.

د ولسمشر د څو كالو وړاندې يو انګريزي مركه مې اورېدلې وه. كه له اوسنيو سره يې پرتله كړې، خورا توپير پكې ليدل كېږي.

د غونډې په پاى كې داسې برېښېده، چې امريكا د ولسمشر كرزي غوښتنې منې او دغه لانجمن سند به لاسليک شي خو د دې خبرې ضمانت لا هم ګران ښكارېده، چې امريكايي چارواكي به دغه شرايط څومره په عمل ثابت كړي.

خبرې نورې هم خورا ډېرې وشوې، خو زه به يې همدلته لمن راونغاړم.