حامد کرزی: امریکا د امنیتي سند مهم شرط منلی

د افغانستان و لسمشر حامد كرزى وايي، د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون لاسليك لپاره امريكا د ده هغه شرط منلى چې د خلكو كورونه به نه تلاشي كوي.
خو ښاغلي كرزي، چې په ارګ ماڼۍ کې يې له خبريالانو سره خبرې كولې، ټينګار كا وه چې امريكا بايد په عمل كې ثابته كړي، چې د خلكو كورونو ته به نه ورځي.
د امريكايي ځواكونو له خوا د خلكو كورونو نه تلاشي كول او د سولې بهير عملي پيل هغه شرطونه دي، چې د دغه سند لاسليك لپاره ولسمشر كرزي امريكا ته ايښې دي.
نوموړي ويل، چې اوس هم د كابل او واشنګټن ترمنځ د دغه سند پر سر خبرې روانې دي چې توپيري مسئلې حل كړي.
ولسمشر کرزي وويل "د امنيتي سند لاسليك لپاره دې امريكا په عملي ډول د سولې بهير پيل كړي او كله چې دغه شرط ومنل شو، نو دواړه هېوادونه به دغه سند لاسليك كړي."
حفيظ الله معروف چې په دغو نژدې درې ساعته خبرو كې يې برخه اخيستې وه په خپل رپوټ كې وايي، د ښاغلي كرزي ټينګار تر ډېره پر دې و، چې كه د سولې عملي بهير پيل نه شي، نو په افغانستان كې دامريكايي ځواكونو پوځي اډې د افغانستان راتلونكې لپاره خطرناكې دي.
هغه په خپلو خبرو كې وويل چې دسولې بهير پر پيل ځكه ټينګار كوي چې "په افغانستان كې د سولې لپاره دامريكا نيت معلوم كړي" ځكه د هغه په ټكو د واشنګټن پر نيت شك لري.
ولسمشر پخوا هم ويلي و، چې دى پر امريكا باور نه لري.
ښاغلي كرزي پرته له دې چې نوم يې واخلي وويل، يوه امريكا يي چارواكي ورته ويلې وو چې طالبانو ته دې د افغانستان ځينې سيمې وركړي او بيا دې له هغوى سره د سولې خبرې وكړي.
له ولسمشر كرزي نه په دغه ناسته كې بيا بيا دا پوښتنه كېده، چې كه امريكا له افغانستان خپل ټول ځواكونه وباسي نو وېره نه لري، چې په افغانستان كې به يو ځل بيا د نويمې لسيزې په څېر جګړې پيل شي؟
د هغه ځواب دا و: "لومړى خو امريكا له افغانستانه د وتلو نيت نه لري، ځكه امريكا دلته د اوږدمهال لپاره راغلې ده. او بيا كه امريكا وځي هم، افغانستان كې به د پخوا په څېر خلك ژوند كوي."
ښاغلي كرزي دارنګه ويل، چې امريكا په سيمه کې لويې موخې لري او په ډېر ډاډ يې ويل چې امريكا له افغانستان دوتلو نيت نه لري.
د سولې بهير پيل شرط کې پرمختګ
ولسمشر كرزي له ژورناليستانو سره په خبرو كې پر لوېديځو او ځينو كورنيو رسنيو تور پورې كړ، چې د امريكا لپاره تبليغ كوي او خلك وېروي چې كه په افغانستان كې بهرنيان نه وي، كورنۍ جګړه پيلېږي.
هغه د رسنيو له كاركونكو غوښتنه وكړه، چې د هېواد ملي ګټې دي په پام كې ونيسي.
په ټوله كې ولسمشر كرزی هيلمن ښكارېده، چې شرطونه به يې امريكا ومني او دغه تړون به لاسليك شي.
هغه ويل چين او هندوستان هم د دغه سند لاسليك لپاره د ده د شرطونو ملاتړ كړى دى.
په دغو خبرو كې چې تر ډېره د افغانستان او امريكا ترمنځ په اړيكو ورټولې وې، ښاغلي كرزي دې ته هم اشاره وكړه، چې دغه سند د افغانستان د كابينې يو وزير هم لاسليكولى شي او د بېلګې په ډول يې ترڅنګ ناست د ملي امنيت مشاور رنګين دادفر سپنتا ته اشاره وكړه، چې دى يې هم لاسليكولی شي.

خو ويل چې د دغه سند د لاسليك لپاره واشنګټن ته نه ځي.
هغه مهال، چې په ارګ ماڼۍ كې له خبريالانو سره د ولسمشر كرزي خبرې روانې وې، دهغه امنيتي سلاكار رنګين دادفر سپنتا تازه د امنيتي سند په اړه د امريكا له استازي سره له خبرو راستون شو.
ښاغلي سپنتا د اشارې په ډول وويل چې د دوى په خبرو كې، د سولې بهير د پيل په اړه د ولسمشر كرزي په شرط كې هم پرمختګ شوی خو ډېر جزييات يې ور نه كړل.








