'د امنیتي تړون پر سر د کابل-واشنګټن ناندرۍ'

اوباما
د عکس تشریح، افغان حکومت وايي، د مشورتي جرګې تر جوړېدا مخکې باید د اوباما پیغام ترلاسه کړي.

د امریکا او افغان چارواکو ترمنځ د امنیتي تړون په اړه ناندره ییزې خبرې یوځل بیا تودې شوې دي.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوسن رایس وروسته ویليو چې تر اوسه د دا ډول لیک خبره هېڅ نه ده مطرح شوې.

سوسن رایس سي این این تلوېزیون ته ویلي، چې "هېڅ داسې اړتیا نه شته چې امریکا له افغانستانه بښنه وغواړي. موږ قربانۍ ورکړې او په دیموکراتیک بهیر کې مو د دوی ملاتړ کړی او د القاعدې او اورپکۍ پروړاندې موږ ډېر له دوی سره همکاري کړې ده".

هغې ویلي، چې د اوباما له لوري د هېڅ راز لیک خبره تر اوسه نه ده مطرح شوې، چې نوموړی دې "دا ډول لیک واستوي یا یې دې استولی وي".

وړاندې، د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي خبریالانو ته ویلي وو چې د امریکا او افغانستان حکومت پرېکړه کړې، که چېرې مشورتي لویه جرګه افغانستان کې د کورونو د تلاشۍ اجازه امریکايي ځواکونو ته ورکړي، هغه تېروتنې به نه تکرارېږي، چې مخکې امریکايي ځوکونو کړې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم شاید په یوه لیک کې د لویې جرګې غړو ته د تېروتنو د نه تکرارېدو چاره تضمین کړي.

سوسن رایس
د عکس تشریح، سوسن رایس ویلي، چې د اوباما له لوري د هېڅ راز لیک خبره تر اوسه نه ده مطرح شوې.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي خبریالانو ه وویل، دغه موافقه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره د ولسمشر حامد کرزي تر یوه تیلیفوني تماس وروسته شوې ده.

ښاغلي فیضي ویلي، اټکل دی، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به افغان حکومت ته یو لیک واستوي، او ډاډ به ورکړي، چې مخکې د امریکايي ځواکونو له لوري د افغانانو د کورونو د تلاشۍ پرمهال تېروتنې به نه تکرارېږي.

په پام کې ده، چې د اوباما دغه لیک به لویې مشورتي جرګې ته هم ولوستل شي.

تېره ورځ د ولسمشر حامد کرزي نژدې کسانو ویلي وو، چې ولسمشر د امنیتي تړون هغه ماده رد کړې ده، چې امریکايي ځواکونو ته د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د افغانانو د کورونو تلاشۍ اجازه پکې درج شوې ده.

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ په جوړېدونکې لویه جرګه کې مطرح کیږي، چې شااوخوا ۲۵۰۰ کسان به په کې ګډون وکړي او ددغه تړون متن به وڅېړي او حکومت ته به خپله پرېکړه او مشورې ورکړي.

دغه تړون کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو حضور او له ترهګرۍ سره د مبارزې څرنګوالی په ډاګه کوي.

د ولسمشر کرزي وړاندیزونه

د ولسمشر حامد کرزي د ویاند په خبره، ولسمشر کرزي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په تیلیفوني خبرو کې دوه وړاندیزونه کړي:

لومړی دا چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له خوا د خلکو د کورونو د تلاشۍ موضوع په امنیتي تړون کې ذکر شي او مشورتي لویه جرګه یې په باب تصمیم ونیسي.

کرزی او کیري
د عکس تشریح، تېره میاشت جان کیري افغانستان ته تللی و او د امنیتي تړون په اړه له ولسمشر کرزي سره غږېدلی و.

او بل دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي او د افغانانو استازو ته خپل هغه دلایل روښانه کړي، چې ولې د افغانانو کورونه له اجازې پرته تلاشي کوي.

د امریکا له حکومته د ولسمشر حامد کرزي دویم وړاندیز دا دی، چې د امنیتي تړون لاسلیکېدل باید د افغانستان تر راتلونکي حکومت جوړېدو پورې وځنډول شي، چې د ۲۰۱۴ کال تر ټاکنو وروسته به دغه حکومت رامنځ ته کېږي.

امریکا ويلي، د امریکايانو له خوا د خلکو د کورونو د تلاشۍ په اړه اندېښنې ښې ورته معلومې دي.

په دغو تیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د اوباما دغه لیک باید د مشورتي لویې جرګې تر جوړېدا مخکې واستول شي، چې دا مهال د افغانستان حکومت د دغه لیک ترلاسه کولو ته لاس تر زنې په انتظار دی.