افغان او هندي مشران له امریکا سره پر امنیتي تړون وغږېدل

د هند مطبوعات خبر ورکوي چې صدراعظم من موهن سنگ د افغانستان ورغلي ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې له امريکا سره به يې د امنيتي تړون د لاسليک په مساله کې د لاس وهنې او مخقضاوت پر روحيه چلند ونه کړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبرالدين خبريالانو ته ويلي چې دواړو مشرانو له امريکا سره د افغانستان پر ځنډېدلي امنيتي تړون خبرې کړي چې بهرنيو ځواکونو ته له ٢٠١٤ کال وروسته د پاتېدو قانوني جواز ورکوي.
د دغه تړون طرحه تېره مياشت په کابل کې لويې جرگې تاييد کړه، خو ولسمشر کرزى وايي تر هغو چې امريکا افغان کورونو ته د نه ورتگ او له طالبانو سره د سولې د خبرو د بيا پيل ژمنه ورنه کړي، نه يې لاسليکوي.
ښاغلي اکبرالدين وويل هند ډاډه دى چې ولسمشر کرزى به هغه څه چې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېره گټه لري، تر سره کړي.
د پنجشنبې په ورځ هند ته د حامد کرزي د سفر تر پېل دمخه امريکايي چارواکو هيله ښودلې وه چې نوى ډيلى به افغان مشر د تړون لاسليک ته وهڅوي.
په هند کې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي ويلي چې له هندي مشرانو سره تر کتنې وروسته هم د حامد کرزي په دريځ کې بدلون نه دى راغلى.
له بلې خوا، ځينو هندي رسنيو ويلي چې په ډيلي کې د مشرانو تر کتنې وروسته، هند افغانستان ته د دوو پوځي چورلکو د ورکولو ژمنه وکړه.
د افغان پلاوي د سفر په درشل کې ويل کېدل، چې حامد کرزى به له هندي مشرانو نه د توپونو، ټانکونو او چورلکو په گډون د پراخو پوځي مرستو غوښتنه وکړي.
ويل کېدل چې د افغان لوري له خوا د ١٥٠ ټانکونو، درنو جنگي توپونو او له ١٢ نه تر ٢٤ پورې جنگي يرغليزو چورلکو غوښتنه شوې ده.
خو هندي مطبوعات وايي چې په سيمه کې د جيوپوليتيک حالت له امله ډيلي د دغو مرستو کولو ته لېواله نه برېښي.
ټاکل شوې ده ولسمشر کرزى سبا (یکشنبه) د خپل سفر پر وروستۍ ورځ په پونه کې يوه پوهنتون ته وينا وکړي او وروسته د سوداگرو له يوې ټولنې سره خبرې وکړي.
دا په سږني کال کې هند ته د حامد کرزي درېيم او ښايي د هغه د ولسمشرۍ وروستى سفر وي.








