"فساد ختمولو ته دې افغانان يو موټي شي"

په افغانستان کې ځينو دولتي او نادولتي ټولنو د ولسمشريزو ټاکڼو له نوماندانو غوښتي چې د فساد په وړاندې مبارزې ته په خپلو لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي.
دوى دا څرگندونې د فساد په وړاندې د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت وکړې، چې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر نهمه) په کابل کې ولمانځل شوه.
دغه ټولنې وايي اړتيا ده چې په دغه هېواد کې د فساد په وړاندې په ټولييزه توگه هلې ځلې وشي.
په همدې مناسبت خپلو خبرو کې د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون وايي چې فساد د زريزې پرمختيايي موخو ته د رسېدو په لاره کې خنډ جوړ کړى.
ملگرو ملتونو ويلي و چې هڅه به وکړي تر ٢٠١٥ م کاله پورې په نړۍ کې د بېوزلۍ کچه نيمايي ته ټيټه، د اېدز د خپراوي مخنيوى او ټولو ته د لومړنيو زدکړو زمينه برابره کړي.
د فساد له پلوه په نړۍ کې په يو له تر ټولو ډير ياد هېواد افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ په تشريفاتي غونډو او ويناو ولمانځله.
د اداري فساد ضد افغان ادارې او د فساد ضد پارلماني ډلې چې دا ورځ يې لمانځله له افغانانو وغوښتل چې د فساد د ختمولو لپاره په هلو ځلو کې سره يو موټي شي.
په کابل کې د غونډې برخه والو ويل دا ورځ بايد ولمانځل شي او مفسدينو ته وويل شي چې يوه نه يوه ورځ به يې گرېوان ته لاس لويږي.
دوى د کار روزگار نشتوالى، د قانون نه تدبيقېدل او اهل کار ته د دندو نه سپارل د فساد د ډېرېدا دلايل وبلل.
ويناوالو پر حکومت نيوکه کوله چې د گڼو کميسيونونو د جوړولو په سر يې هم د فساد مخه ډب نه کړه.
دوى ويل چې نړيوالو او خپل ولس ته د نا عملي کېدونکو ژمنو په ورکولو د فساد مخه څوک نه شي نيولى.
دوى د پياوړي هوډ غوښتنه وکړه چې له افغانستان څخه د فساد ټغر ټول کړي.
افغان ويناوالو پر نړيوالې ټولنې هم نيوکې وکړې چې گواکې د فساد په ډېرېدا کې يې ونډه لرلې ده.
د غونډې برخه والو د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هغو کانديدانو ته د رايې ورکولو غوښتنه وکړه چې د دوى په وينا د فساد ضد تگلارې لري.
تېره اوونۍ يوې نړېوالې ټولنې خپله سروې خپره کړه او افغانستان يې د نړۍ په درو تر ټولو ډيرو فساد لرونکو هېوادونو کې وباله.








