"شخصي خوندیتوب، فساد او اوزګارتیا د افغانانو اندېښنې دي"

په سروې کې څرگنده شوې چې ٥٩ سلنه پوښتل شوي افغانان په راروانو ټاکنو کې له گډونه اندېښنمن دي
د عکس تشریح، په سروې کې څرگنده شوې چې ٥٩ سلنه پوښتل شوي افغانان په راروانو ټاکنو کې له گډونه اندېښنمن دي

يوه نوې سروې ښيي چې د افغانانو تر ټولو لويې اندېښنې شخصي خونديتوب، ډېر شوى فساد او وزگارتيا ده. دا سروې د "اېشيا فونډېشن" موسسې له خوا بشپړه شوې چې د افغانستان په اړه نړيواله تگلاره ټاکي.

په سروې کې څرگنده شوې چې ٥٩ سلنه پوښتل شوي افغانان په راروانو ټاکنو کې له گډونه اندېښنمن دي، او پر خپله وسله وال پوځ د باور له ډېرېدو سره سره، دولتي فساد کلک نهيلي کړېدي.

دا پلټنه چې که څه هم د روانې نا امنۍ له امله دومره پراخه نده، بل کال د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل او تر ٢٠١٤ کال وروسته د يو شمېر بهرنيو عسکرو د پاتېدو يا نه پاتېدو پر سر د ناندريو په منځ منځ کې د افغانانو د هيلو او اندېښنو يو ځغلنده تصوير وړاندې کولى شي.

له هرو څلورو پوښتل شويو څخه درېيو يې پر خپل امنيتي ځواک چې د عسکري عملياتو بشپړه لارښوونه ورته اوس لېږدېدلې ده، ډاډ ښودلى دى، خو نيمايي کسان لا هم د بل کال د ټاکنو پر مهال له خپل امنيته په اندېښنه کې دي.

په داسې حال کې چې په زياتېدونکي شمېر افغانان د خپل هېواد له خوا نيول شوې لاره سمه بولي، خو پر دولتي چارواکو د ولس باور په اتو کلو کې تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلى دى.

پر قضاييه ځواک او د خپلې دندې په سمې اجرا کې د هغوى پر وس د باور نشتوالى په تېره بيا د اندېښنې وړ دى - داسې چې د ټولو پوښتل شويو کسانو يوازې نيمايي په دې باور دي چې قانون ماتوونکي رېښتيا هم په افغانستان کې د عدالت منگولو ته سپارل کېږي.