افغانستان کې بچه بازي ډېره شوې ده

د هغې څېړنې اړوند رسمي اعلان، چې د بچه بازۍ د منفورې پدیدې لړ کې د ملي څېړنې نوم ورکړل شوی دی.
د عکس تشریح، د هغې څېړنې اړوند رسمي اعلان، چې د بچه بازۍ د منفورې پدیدې لړ کې د ملي څېړنې نوم ورکړل شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو مستقل کمېسیون چارواکي وايي، افغانستان کې <link type="page"><caption> له ماشومانو نه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2013/02/130211_im_your_view_bacha_bazi.shtml" platform="highweb"/></link> پېښې ډېرې شوې دي.

د دغه کمېسیون مسؤولین وايي، دې برخه کې یې څېړنه پیل کړي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د دغې ارزونې پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، ارزونه کې د دغې پدیدې لاملونو او ورسره د مبارزې لټون وکړي.

د هغې څېړنې اړوند رسمي اعلان، چې د بچه بازۍ د <link type="page"><caption> منفورې پدیدې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/02/130210_hh-moral-crimes.shtml" platform="highweb"/></link> لړ کې د ملي څېړنې نوم ورکړل شوی دی.

په کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید پخپل راپور کې وايي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دریو میاشتو راهیسې هڅه او هاند کوي، چې افغانستان کې د دغه ناوړه خوی مخه ونیسي، چې له ډېرې مودې راهیسې ټولنه کې موجود دی.

د بشري حقونو یوه کمشنره ثریا صبحرنګ وايي، شمېرې داسې جوتوي، چې ګواکې تېره یوه لسیزه کې دغه فعل وده کړې ده.

هره ورځ افغانستان کې د نڅا او سندرو د هغو بانډارونو ویډیويي کلیپوڼه اړول کېږي را اړوول کېږي، چې هلکان په کې نڅا کوي، دغه راز دغه ډول ویډیویي کلیپونه ټولنیزو ویبپاڼو ته هم پورته کېږي.