هلمند کې ځانمرګي ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان له سویلي ولايت هلمند نه راپورونه وايي، چې دغلته يوه ځانمرګي بريد لږترلږه دوه کسه وژلي دي.
دغه بريد چې د هملند په مارجې ولسوالۍ کې شوی د يوه پوليس په ګډون لس کسه ټپيان کړي دي.
ولايتي چارواکي چارواکي وايي، دغه پېښه د مارجې ولسوالۍ په کیمپ سیمه کې نن ماسپښین د یوې بجې په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د دوی په وینا د سه شنبې بازار په نامه یوې سوداګریزې مېلې په ځای کې یو موټر سایکل سپور بریدګر ځان والوځاوه.
عيني شاهدان وايي بريدګر د پولیسو له یوه رینجر ګاډي سره نږدې چاودنه وکړه چې په کې ناست پوليس ټپي شوي.
دوی وايي د پېښې نور قربانيان ولسي خلک دي.
تر دې دمه د دې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
خو مخکې تر دې افغان حکومت د دا ډول پيښو مسووليت پر وسله والو طالبانو اچولی او ډېر ځله هغوی دغه بريدونه منلي دي.
هلمند چې امنيتي مسووليت يې اوس د افغان ځواکونو په لاس کې دی په وروستيو کلونو کې نسبتآ ارامه شوی، خو خال خال بريدونه لا هم کېږي.
هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه ګڼل کېده، چې په تېره نژدې يوه لسيزه کې ترې د ناامنيو زيات راپورونه ورکول کېدل.
د هلمند ځېنې ولسوالۍ اوس هم د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د ملګرو ملتو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې نوي راپور کې ويل شوي و، چې د افغانستان نژدې نيمايي توليد شوي د دغه ولايت دي.
په هلمند کې برتانوي ځواکونه دېره دي، چې ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال ترپايه يې دغلته جګړه ييز ماموريت پای ته ورسېږي.








