طالبانو ته د نوي دفتر د جوړېدا په باب خبرې

پاکستاني رسنیو د لومړي وزیر د یوه جګپوړي سلاکار له قوله ویلي، چې پاکستان او افغانستان د افغان لانجې د غوڅولو په هدف سعودي عربستان او یا ترکیه کې افغان طالبانو ته د نوي سیاسي دفتر پر جوړېدا خبرې کړې.
د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ویلي، یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي ورته ویلي، چې افغان او پاکستاني چارواکو د یوه داسې میکانیزم جوړولو پر سر خبرې کړې، چې افغان طالبانو ته سعودي عربستان او یا ترکیه کې سیاسي دفتر جوړ شي.
سرچینه وايي، چې دا خبرې کابل ته د پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف د تېرې شنبې ورځې د یوه ورځني سفر په درشل کې له افغان چارواکو سره مطرح شوې دي.
یوه پاکستاني چارواکي چې کابل ته له نواز شریف سره د سفر ملګری و، اکسپریس ټریبیون ته ویلي، چې اسلام اباد له کابل غوښتي چې طالبانو ته ترکیه او یا سعودي عربستان کې د سیاسي دفتر جوړېدو اجازه او موافقه ورکړي.
سرچینې دا هم ویلي، چې اسلام اباد د حامد کرزي دا غوښتنه رد کړې، چې ګني طالبانو ته دې پاکستان کې دفتر جوړ شي.
د قطر دفتر
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له قوله ویل شوي چې : "د افغان سولې بهیر کې زموږ رول به هماغسې د سولې بهیر کې پر همکارۍ ولاړ وي. طالبانو ته پاکستان کې د سیاسي دفتر جوړېدو اجازه ورکول به زموږ اصولو ته زیان ورسوي ".
سرچینه وايي، چې د افغان طالبانو د دفتر په اړه به راتلونکې اونۍ نور پرمختګونه وشي.
د روان کال په جون کې د قطر دوحه کې افغان طالبانو ته د سولې د بهیر او پخلاوي لپاره یو سیاسي دفتر جوړ شو، چې بیا وروسته د امریکا او کابل ترمنځ پرې لانجه رامنځ ته شوه.
د حامد کرزي ادارې دغه دفتر ځکه ونه مانه، چې ګني دغه دفتر قطر کې د طالبانو د سفارت په بڼه جوړ شوی.
پاکستان د افغان طالبانو لپاره د یوې مشخصې پتې له پیدا کېدو وېره لري؛ ځکه چې د افغان چارواکو په وینا، د طالبانو یو شمېر جګپوړي چارواکي پاکستان کې دي.
که څه هم پاکستان ویلي، چې د طالبانو د تحریک دویم نمبر ستر مشر ملا عبدالغني برادر یې خوشی کړی، خو افغان ولسمشر له پاکستانه غوښتي، چې د ملا برادر په ګډون دې ټول هغه افغان طالبان خوشي کړي چې د پاکستان زندانونو کې دي.
پاکستان وايي، چې د افغان سولې عالي شورا استازو پاکستان ته د مخکني سفر په لړ کې له ملا برادر سره کتلي او راتلونکي کې هم د ورته کتنو پلان جوړوي.
د پاکستان هڅه دا ده، چې له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې باید د سولې بهیر چټک شي.








