ولسمشر کرزي ته د اوباما لیک
واشنګټن د ٢٠١٣ ميلادي کال د نومبر ٢٠ مه
جلالتمآب حامد کرزی
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس،
ښاغلی جمهور رييس،
خوښ يم چې د دوه اړخيز امنيتي قرارداد د متن په اړه موافقې ته ورسيدلو چې دا قرارداد د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د تحقق لپاره زمينه برابروي. دا قرارداد د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو پياوړي توافق ښکارندوی دی چې د افغانستان لپاره د يوې غوره راتلونکې د رامنځته کولو لپاره د همکاريو د دوام په خاطر بنسټ ږدي.
له ٢٠١۴ ميلادي کال وروسته, د آيساف د ځواکونو د ماموريت له پای ته رسېدو او د امريکايي ځواکونو د پام وړ له کمېدو سره سم، دا قرارداد د همکارۍ لپاره يو نوی فصل پرانيزي چې په کې به د نړيوالې ټولنې په ملاتړ يو حاکميت لرونکی افغانستان د خپل هېواد د امنيت مسووليت په غاړه ولري.
د دې نوي فصل په پېل سره، د امريکا رول به د يو همکار په توګه ستاسو د ملاتړ لپاره دوام ولري. له دې قرارداد سره سم، مونږ به ستاسو د ځواکونو د روزنې، مشورې او د مرستې په برخه کې مرسته وکړو او د ترورېزم پرخلاف د مبارزې پر يو دقيق او کوچني ماموريت به په داسې حال کې متمرکز واوسو چې د افغانستان د ترورېزم په وړاندې د مبارزې د مخ په ودې قابليتونو د پياوړتيا په برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوو.
مونږ د دې قرارداد د ژر نهايي کېدو په تمه يو. پوهيږم چې تاسې په دوامداره توګه هلې ځلې کړي دي ترڅو د افغانستان خلک د جګړې له منفي تاثيراتو څخه خوندي واوسي او په خاصه توګه د افغانستان د خلکو د کورونو د مصؤنيت او محرميت د حساسې مسئلې په اړوند ستاسو اندېښنه درک کوم.
په تېر مهال او په ځانګړي توګه په دې ورستيو کې، مونږ خپلې هڅې دوه برابرې کړي ترڅو زمونږ ځواکونه ستاسو د خلکو دکورونو درناوی وکړي او د دوی پوځي عمليات ستاسو له قوانينو سره سم ترسره شي. مونږ هر راز هڅه کوو چې د کورونو په دننه او په ورځني ژوند کې د خپلو اتباعو د عزت او وقار په څېر د افغانانو د عزت او وقار درناوی وکړو.
زمونږ ګڼ شمېر نارينه او ښځينه هېوادوال د افغانانو د محافظت په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا هم سخت ټپيان شوي دي او مونږ له دغو د پام وړ قربانيو څخه چې دوی او د افغانستان خلکو ورکړي، مننه کوو.
څرنګه چې په دې نوي قرارداد کې په اړه يې يادونه شوې، د فوق العاده خاصو مواردو په استثنا، د متحده ايالاتو ځواکونه د افغانانو کورونو ته د پوځي عملياتو د ترسره کولو په منظور نه داخليږي او د دوی داخلېدل به يوازې په هغو حالاتو کې صورت مومي چې د امريکايي اتباعو ژوند ته جدي خطر پېښ وي.
څرنګه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په موافقتنامې کې ورڅخه يادونه شوې، د امريکا متحده ايالات د افغانستان د څپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي په وړاندې پرخپل تعهد ولاړ دی او د افغانستان ملي حاکميت ته احترام لري.
په درناوي،
بارک اوباما
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس








