د سولې افغان شورا له ملا برادر سره وليدل

لندن
د عکس تشریح، د لندن په سرمشريزه کې ژمنه شوې وه چې افغان پلاوى به په اسلام اباد کې له ملا برادر سره وويني

د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي په پاکستان کې خپل سفر د لومړي وزير نواز شريف په ليدو پاى ته ورساوه.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال طاهر خان وايي رپوټونه وايي چې پلاوي د طالبانو له مخکيني مرستيال مشر ملا برادر سره هم ليدلي دي.

د دغې ليدنې نور جزييات نه دې په ډاگه شوي.

وړاندې افغان چارواکو ویلي وو د شورا پلاوى به له ملا عبدالغني برادر سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د شورا د ریس صلاح الدین رباني په مشرۍ څلور کسیز پلاوى د پنجشبې په ورځ( د نومبر ٢١) له لومړي وزير نواز شریف سره ولیدل.

په اسلام اباد کې د لومړي وزیر دفتر وویل چې ښاغلي شريف یو وارې بیا افغانستان کې د افغانانوپه مشرۍ او د ټولو غاړو په ګډون د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړ.

د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې صلاح الدین رباني د سولې او ثبات په راوستو کې د ښاغلي شریف مننه وکړه.

په غونډه کې یوه ګډون کوونکي وویل چې نواز شریف پلاوي ته وویل ډیر ژر به کابل ته سفر وکړي چې ولسمشر کرزي ورته د لندن په درې اړخیزه غونډه کې بلنه ورکړې وه.

په غونډه کې د سولې د شورا غړي اسدالله وفا، د سولې دعالي شورا د دارالانشا مشرمعصوم ستانکزي ، د کورنيو چارو وزیر چوهدرې نثار علي خان، د بهرنیو چارو لپاره د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز او کابل کې د پاکستان سفیرمحمد صادق ګډون وکړ.

تېره میاشت د لندن په سرمشریزه کې لومړي وزیر نواز شریف له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ژمنه کړې وه چې د سولې شورا پلاوي ته به له ملا برادر سره د لیدو اجازه ورکړي.

پاکستان د سپتمبر په میاشت کې د ملا برادر د خوشي کولو اعلان وکړ ولې طالبان او د کورنۍ دوستان یې وایي چې هغه ته تر دې وخت پورې له کورنۍ سره د یوځاى کیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبان وایي چې د سولې د عالي شورا له خوا له ملا برادر سره د ليدو هڅې به څه پایلې ونه لري.

د طالبانو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل :

"امکان لري چې د داسې کار لپاره کوشش وشي ځکه چې پاکستان له افغان ادارې سره خپلې اړیکې وساتې او ورسره یې کړې وعدې پوره کړي خو دا به هیڅ نتیجه ورنه کړې".

هغه وويل هیڅ یو طالب بندې د طالبانو استازیتوب نه شي کولى.