هرات کې د زعفرانو د تولید زیاتوالی

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, هرات
په لوېدیځ ولایت هرات کې سیمه ییز چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به د زعفرانو د تولید کچه په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله لوړه وي.
د <link type="page"><caption> زعفرانو </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/01/130106_hh-herat-saffron-production.shtml" platform="highweb"/></link>کښت په تېرو لسو کلونو کې په پرله پسې توګه په لوېدیځ ولایت هرات کې د پراختیا په حال کې دی، چې د تولید کچه یې هم مخ په لوړېدو ده.
<link type="page"><caption> د هرات زعفران په انځورونو کې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/01/130106_hh-herat-saffron-pg.shtml" platform="highweb"/></link>
تېر کال په هرات کې په ۶۵۰ هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو خو سږ کال اوه سوه هکتاره ځمکې د زعفرانو تر کښت لاندې دي.
ویل کیږي سږ کال به په هرات کې څه باندې درې ټنه زعفران تولید شي.
د هرات د کرنې د ادارې مشر فقیر احمد بیانګر وایي:
''له یوی خوا د تیر کال په پرتله سږ کال تر کښت لاندې سیمه پراخه شوې او له بلې خوا د زعفرانو د تولید په اړه د کروندګرو د پوهې او تجربې کچه زیاته شوې. تېر کال موږ درې ټنه زعفران درلودل او سږ کال تر درې ټنه د زیاتو زعفرانو د ترلاسه کولو تمه لرو''.

د زعفرانو د محصولاتو د راټولولو فصل تازه پيل شوی او له همدې کبله چارواکي وایي په دقیقه توګه نه شي ویلی چې د زعفرانو په تولید کې به څومره زیاتوالی راشي.
زعفران د کوکنارو پر ځای د مناسب او ګټور بدیل کښت په توګه پيژندل کیږي او په هرات کې یې د تولید د کچې د زیاتېدو خبر په داسې حال کې ورکړل شوی چې د ملګرو ملتونو او د افغانستان حکومت ګډ تازه رپوټ وایي، په دغه هېواد کې سږ کال د کوکنارو د کښت کچه د تېر کال په پرتله ۳۶ سلنه لوړهشوې.
زعفران چې په بهرنیو مارکیټونو کې تود بازار لري د نړۍ په مختلفو هېوادو کې تولیدیږي، خو افغان چارواکي وایي، د افغانستان د زعفرانو کیفیت د نړۍ په کچه د پام وړ دی.








