م. م: سږکال د اپينو توليد دوه برابره زيات شوی

ملګري ملتونه وايي د تېر کال پرتله سږکال ۳۶ سلنه زياته ځمکه کوکنار کرل شوي
د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي د تېر کال پرتله سږکال ۳۶ سلنه زياته ځمکه کوکنار کرل شوي

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې سارې کچه لوړ شوی او په لومړي ځل په ۲۰۰،۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

د نشه يي توکو پر ضد د ملګرو ملتو اداره 'يو ان او ډي سي' وايي د تېر کال پرتله سږ کال د کوکنارو کښت ۳۶٪ زيات شوی دی.

تر ټولو ډېر زياتوالی په هلمند ولايت کې راغلي، چې برتانوي ځواکونه اوس په کې د وتو چمتووالی نيسي.

هلمند ته د برتانوي ځواکونو د استولو تر ټولو مهم لامل په دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت او توليد له منځه وړل و.

افغان حکومت، په افغانستان کې د کوکنارو د کرکيلې د زياتېدو لامل په دې کې ويني چې د دوى په وينا مافيا د کوکنارو کروندې اوس بيديا او لرو پرتو سيمو ته لېږدولي او بل لوري ته په بازار کې د کوکنارو بيه لوړه شوې ده.

له نشه يې توکو سره د مبارزې د وزارت مرستيال ابراهيم اضهر بي بي سي سره په يوه مرکه وويل قاچاق کوونکي په دې برخه کې بېلا بېلې لارې خپلوي.

په کابل کې د نشه يي توکو پر ضد د ملګرو ملتو ادارې مشر جين لک ليماهيو وايي، ښايي بل کال د نشه يي توکو توليد نور هم زيات شي.

د ملګرو ملتونو راپور وايي، په افغانستان کې د اپينو پراخ توليد دغلته پر ټولنه هم اغيز کړی دی.

دوی وايي باور دا دی چې په افغانستان کې له يو ميليون زيات کسان په اپينو او هيروينو روږدي دي.

د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتو اداره وايي، د هغې ځمکې اندازه چې په ۲۰۱۳ کال کې کوکنار پرې کرل شوي، ۲۰۹،۰۰۰ هکتاره ده.

دوی وايي د اټکل له مخې له دې دومره توليدات ترلاسه کېدای شي، چې د نړۍ کلنۍ تقاضا پوره کړي.

وروسته له هغه چې طالبانو په برياليتوب سره د کوکنارو کښت او توليد ودراوه له ۲۰۰۷ کال راپديخوا کال په کال د کوکنارو توليدات په زياتېدو دي.

د ملګرو ملتو راپور کاږي په وروستيو کې د نشه يي توکو د لويو قاچاقبرانو د نيولو په ګډون يو لړ برياليتوبونه ترلاسه شوي، خو د افغانستان د اپينو کړکيچ به تر نورو ۱۰ - ۱۵ کلونو دوام وکړي.

په راپور کې ويل شوي هغه ټوله ځمکه چې سږکال پرې کوکنار کرل شوي له ۱۵۴،۰۰۰ نه ۲۰۹،۰۰۰ هکتاره ته پورته شوې ده.

ملګري ملتونه وايي په داسې حال کې چې د توليد کچه ۴۹ سلنه زياته شوې، اندازه يې ۵۵۰۰ ټنه ته ختلې چې له نړيوالې اوسنۍ تقاضا هم زياته ده.

د کرل شوې ځمکې نژدې سمه نيمايي يې په هلمند ولايت کې ده.