ملي امنيت له نوماندانو غوښتي له امنيتي ارزونې مخکې سوغاتونه وانخلي

د افغانستان څارگرې ادارې د راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته د احتمالي ورپېښو امنيتي گواښونو په اړه خبردارى ورکړى دى.
د ٢٠١٤ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا ۲۷ کسانو خپل نومونه ليکلي، چې اوس ۲۶ ته راښکته شوي.
د استخباراتو ادارې ويلي د ترلاسه شويو نويو استخباراتي معلوماتو له مخې د دغې ادارې په وينا د افغانستان دښمنان پلان لري چې د ټاکنو د گډوډولو په موخه له نويو تکتيکونو اوچلونو څخه کار واخلي.
ملي امنيت وايي د حکومت وسله وال مخالفان ښايي په گرځنده ټيلفونونو، کمپيوټرونو او د عکاسي په کامرو کې بمونه ځاى پرځاى کړي.
دوی له نوماندانو غوښتنه کړې چې له بشپړې امنيتي ارزونې څخه مخکې دغه ډول سوغاتونه وانخلي.
تېره اوونۍ د لوگر والي ارسلا جمال د هغه بم د چاودنې له کبله ووژل شو، چې په ميکروفون کې ځاى پرځاى شوى و.
خو وروسته د ملي امنيت ادارې وویل دغه ماين د قرآنکريم په نسخو کې ځای پر ځای شوی و.
ملي امنيت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې په کاپيسا ولايت کې د ولايتي شورا يو کانديد وسله والو په ډزو وواژه.
ځايي چارواکي وايي دغه کانديد د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
تر دې وړاندې د (سپمتمبر، ۲۶مه) د کابل د ولایتي شورا یو کاندید صوفي زمری وسله والو په بګراميو ولسوالۍ کې ډزو وواژه.
تراوسه د دغې وژنې لامل نه دی معلوم او نه يې هم چا مسولیت پرغاړه اخیستی دی.
لاریونیانو له حکومته د صوفي زمري د قاتلینو د نیولو او محکمې ته یې د کشولو شعارونه ورکول.








