کونړ کې ډرون د طالبانو مشهور قومندان وژلی دی

د افغانستان په ختيځ کونړ کې چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو يو مشهور ځايي قومندان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې وژل شوی دی.
د ماڼوګۍ ولسوال ګل مرجان بي بي سي ته وويل، حاجي دوران نن سهار (دوشنبه، ۲۱ اکتوبر) د بې پیلوټه/ ډرون بريد په نښه کړ.
ګل مرجان زياته کړه، په بريد کې د حاجي دوران د ورور په ګډون د ده درې نور ملګري هم وژل شوي دي.
دا په تېرو دریو ورځو کې د ډرون پنځم برید دی، چې په کونړ ولایت کې وسله وال طالبان په کې وژل کېږي.
ولايتي چارواکي وايي، د حاجي دوران وژل کېدل کولای شي د کونړ او نورستان په ناارامو سيمو کې د وضعيت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
د ماڼوګۍ ولسوال وايي، دغه قومندان د سلفي ډلې غړی و، چې د کونړ د وسله والو په منځ کې يې نفوذ درلود او (يو فعال قومندان) و.
د کونړ ولايت د وټه پور، ماڼوګۍ او چپې درې او د نورستان ځينې سيمې د قومندان دوران د فعاليتونو اصلي سيمې وې.
په کونړ کې د بي بي سي خبريال نعمت الله کرياب وايي، حاجي دوران په کونړ ولايت کې د وسله والو مخالفينو مهم قومندان ګڼل کېده.
په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امريکا له راتلو سره سم قومندان دوران له مخالفينو سره يو ځای شو او د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد يې وسله وال فعاليت پيل کړ.
ویل کېږي حاجي دوران د برتانيا د يوې مرستندويې کارکوونکې، ليندا نورګروو په تښتولو کې هم لاس درلود.
مېرمن نورګروو د ناټو د هغو عملياتو په پايله کې چې د دې د خلاصون په موخه وشول، د وسله والو له لوري ووژل شوه.
ځايي چارواکي وايي حاجي دوران د کونړ او نورستان ولايتونو په ناکراريو، په ځانګړي ډول د ماڼوګۍ، چپې درې، وټه پور او څوکۍ ولسواليو کې رول درلود.
ويل کېږي، چې نوموړی کلونه، کلونه د سلفي ډلې غړی و، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې يې ځکه د وسله والو طالبانو په اډانه کې فعاليت کاوه، چې سلفيان په کونړ کې له طالبانو سره يو ځای شوې دي.








