هرات کې دویم نړیوال امنیتي کنفرانس پائ ته ورسېد

دغه کنفرانس په داسې حال کې چې ډېر کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وو پرون (د اکتوبر په پنځمه) د هرات د اختیارالدین په لرغوني کلا کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شو.
په ګډونوالو کې د جرمني، امریکا، روسیې، ترکیې، چین، ایران او قزاقستان استازي او د اروپايي ټولنې استازي او کارپوهان شامل وو.
د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو د انیستیوټ مشر او د کنفرانس کوربه داود مرادیان وویل موخه یې دا ده چې د سیمې د هېوادونو ترمینځ باور لا ډېر شي.
ښاغلي مرادیان زیاته کړه چې د دې غوندې یوه موخه دا هم وه چې د ګډو ستونزو لپاره د حل ګډې لارې پیدا شي.
د دغه کنفرانس د پایلو د اغیزو د څرنګوالي په اړه ډېرې پوښتنې وشوې خو ښاغلي مرادیان وویل چې یوې پایلې ته د رسېدو لپاره باید له صبر او زغم نه کار واخستل شي.
د دغه کنفرانس په ترڅ کی د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا هم په خپله وینا کې د سیمې د هېوادونو پر تګ لارو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه هېوادونه له خپلو اقتصادي وړتیاوو سمه ګټه نه اخلي.
هغه وویل چې موږ د نړۍ په دې سیمه کې ډېر فرصتونه له لاسه ورکوو هغه هم په داسې حال کې چې پراخ اقتصادي امکانات او طبعي زیرمې لرو.
د ښاغلي سپنتا په وینا له بندري امکاناتو په محدوده کچه د ګاونډیو هېوادونو له خوا ګټه اخیستل کېږي او یا له دغو امکاناتو د سوداګرۍ د محدودولو او پر ګاونډیو هېوادونو د فشار اچولو په موخه کار اخیستل کېږي.
تېر کال ورته کنفرانس د افغانستان، هند او پاکستان د کارپوهانو په ګډون جوړ شوی و.
خو دا ځل د پاکستان څخه یوه استازي هم په دغه کنفرانس کې ګډون نه و کړی.
ایراني چارواکو هم په رسمي توګه په دغه کنفرانس کې ګډون نه و کړی.








