د هرات له یوې هټۍ د هوسۍ ۵۵ پوستکي نیول شوي

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, هرات
د چاپېریال ساتنې اداره په پټه هغو کسانو ته دام ږدي چې د کمیابو وحشي حیواناتو ښکار یې کسب دی، خو دا ځل د ښکاریانو پر ځای د هوسیو ۵۵ پوستکي ترلاسه شوي.
په افغانستان کې د کمیابو وحشي حیواناتو ښکار د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ منع شوی، خو په ډېرو سیمو کی د ښګار کولو فعالیت په پټه روان دی.
د هوسیو ۵۵ پوستکي ټول له یوه دوکانه د هرات په ښار کې ترلاسه شوي دي.
یو تن په دې تړاو نیول شوی، خو چارواکي وایي اصلي ښکارګر تراوسه نیول شوی نه دی.
سره له دې چې هوسۍ د افغانستان په مختلفو ولایتونو او ان د هرات بېلابېلو ولسوالیو کې لیدل کېږي، خو دا لا تراوسه مالومه نه ده چې دغه ۵۵ هوسۍ چېرې ښکار شوې.
د هرات د چاپېریال ساتنې ادارې یو کارپوه عبدالباقي انوري وایي د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ اوس د وحشي حیواناتو د ښکار د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې کېږي:
''پخوا وحشي حیوانات په افغانستان کې ډېر وو. په دې جنګونو کې کم شوي او اوس د محوه کېدو په حال کی دي. له همدې کبله ولسمشر د دې لپاره چې د دې بقا وشي یو فرمان یې صادر کړ. دا حیوانات د چاپېریال ساتنې لپاره ډېر ارزښت لري او دا ټول وحشي حیوانات باید وساتل شي او نسل یې باید ورک نه شی''.
ژوندي وحشي حیوانات او یا د دې ډول حیواناتو پوستکي نه یوازې کورنيو بازارونو کې موندل کېږي، بلکې د چارواکو په وینا ایران او نورو هېوادو ته هم په قاچاقي توګه وړل کېږي.
که ښکاریان نیول کېږي، نو د قانون له مخې به څنګه چلند ورسره کېږي.








