د کونړ ځنګلي ژوي د ورکېدو په حال کې

- Author, نعمت الله کریاب
- دنده, کونړ
د افغانستان ختيځ کونړ کې ځنګلي ژوي او حيوانات د ورکېدو په حال کې دي، د کونړ استوګن وايي نه يوازې جګړو د حيواناتو ژوند واخيست،غرنيو وسله والو بې درېغه ووژل.
د کونړ د چاپېريال ساتنې اداره وايي تر هغه چې د حيواناتو ښکاريانو ته سزا ور نه کړل شي پاتې ژوي به هم له منځه ولاړشي.
اوس مهال ځينې خلک د کورنيو الوتونکو پر ځاى د کورني ښايست لپاره نازکې بهرنۍ مرغۍ راوړي.
ژوي او الوتونکي لکه د هېواد د نورو استوګنو په څېر، څه جګړو له خپله کوره وويستل، او څه سرزوري چې پاتي شول، انسانانو پسې واخیستل.
طبعې چاپېريال ته تل د انسانانو له لاسه زيان ور اوړي، چې له امله يې حيوانات هم کډه وتړي، د نورستان د هغې سيمي يو اوسېدونکى، چې يو وخت به د افغانستان پخوانى ټولواک د ښکار لپاره ورتله، او بېلابېل ژوي په کې دېره وو، وايي ژويو د ټوپکو زور نه لاره، نو ځکه پرې جګړه مار برلاسي شول او وتښتېدل:
''کوم حيوانات چې پخوا وو هغه اوس نه شته، ځکه دا څو کلونه هرې خواته ډزې کېږي، هغوی خپل ځاى پرېښى بلې خوا تللي، ځنګلونه ويجاړ شوي د اوسېدو ځاى يې وران شوى.
هلته په ښکار بنديز نه شته، هر چاته چې څه په مخه ورشي ډز پرې کوي، خلک هم چاته څه نه وايي، شپانه هم ځناور وژني هغوي وايي مالونه ترې خوري''.

ويل کېږي، چې پخوانيو ګورو او تياره ځنګلونو کې ګڼ شمېر حيواناتو استو ګنه کوله، د کونړ د چاپېريال ساتنې ادارې مشر نجيب الله کونړى وايي تر وژل شوو څو هومروسر په سيور کړ او خپل د پېړيو پېړيو کور يې ټوپکوالو ته پرېښود.
نوموړى د هسې ژويو يادونه کوي چې اوس يې ښايي اواز اورېدل هم د مار پښې وي:
''روښانه ده چې د چا کور وران شي هغه بل ځاى ته کډه کوي زموږ ژوي له ستر ګواښ سره مخامخ شوي، ډېر يې کوچېدلي، يوشمېر يې د مرګ کومي ته سپارل شوي.
موږ دلته پړانګ، لېوه غرڅي او داسې يږې (خرس) لرلې چې تورې وې په سينه يې سپين داغ وو مخکې پښې يې لنډې وي، پورته چټکه تله خو ښکته يې مزه نه وه دا د کونړ مهم ژوى دى''.
دلته په لويه پيمانه په کورونو کې الوتونکي نه ساتل کيږي او نه يې هم د پېر او پلور هټۍ شته، خو بيا هم ځينې شتمن په کورنو کې له بهره راوړې مرغۍ ساتي خو پر دغو د خپلو غرنيو هغو تنده نه خړوبيږي.
په غرونو کې اوس هم د ژيو ښکار نه دى درېدلى، او پر ښکاريانو د حکومت لاس هم نه رسي.
پوپنا
خو د کونړ د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر نجيب الله کونړى يې د مخنيوي يوه بله نسخه وړاندې کوي او وايي تر هغه چې د ژويو قاتلان له ګرېوانه راونه نيول شي، پاتې نسل به يې هم پوپنا شي:

''وړانديز مې دا دى چې ژوي خداى د يو حکمت په موخه پيدا کړي او د ژوند حق ورته حاصل دى رزق ورته پروردګار ورکوي او چاپېريال يې خپل دى.
که امنيتي ارګانونه د اساسي قانون د پنځلسمې مادې د حکم په اساس د طبعي شتمنيو په ساتلو کې زموږ سره مرسته ونه کړي او قضايي ارګانونو ته دغه مجرمين ونه سپارل شي او سزا ونه ويني زموږ تبليغ ګټه نه لري''.
اوس د هېواد په ډېرو هټيو کې د ښکار شوو حيواناتو پوستکي د خرڅلاو لپاره اېښودل شوي، تر دې چې د ځنګلي ژویو او الوتونکو پوستکې د ځينو دولتي چارواکو په رسمې دفترونو کې هم ليدل کېږي.
که څه هم شپانه ځينې څېرونکي حيوانات د خپلو مالونو دښمنان بولي او وژني يې، خو د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د هغو ژويو چې نسل يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ وي، بچې يې په ځانګړو ځايونو کې روزل کېږي او د نسل د ډېروالي په موخه بېرته ځنګله ته استول کېږي.
وړاندې، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې خبردارى ورکړى و، که په هېواد کې د وحشي ژوو ژوند ته جدي پام ونه شي ښايي <link type="page"><caption> نسل يې له منځه ولاړ شي</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/03/100313_hh-afg-animal.shtml" platform="highweb"/></link>.








