کابل وايي بېجينګ دې په افغانستان او سيمه کې د سولې هڅې وکړي

افغانستان خپلې اقتصادي غوړېدا لپاره له چين سره د اړيکو پياوړتيا ته سترګې پر لار دی
د عکس تشریح، افغانستان خپلې اقتصادي غوړېدا لپاره له چين سره د اړيکو پياوړتيا ته سترګې پر لار دی

افغان حکومت له چین غواړي چې له خپل سیاسي او اقتصادي اغېزه په ګټې په سیمه کې د سولې اوثبات لپاره هڅې وکړي.

کابل کې چارواکو ويلي تمه لري له چين سره خپلې سټراټیژیکې اړیکې پراخې کړي.

د چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په لیدو کتو کې هم چې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې په څنډو کې شوي، چین له افغانستانه د هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی دی.

په کابل کې زموږ خبريال خوشحال تایب وايي له افغانستان د نړیوالو ځواکونو وتلو نېټې په رانژدې کېدو سره افغان حکومت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو اړیکو لا تودښت پام زيات کړی دی.

تېره اوونۍ ولسمشر حامد کرزي چین ته څلور ورځنی سفر درلود او د چین د ولسمشر په ګډون یې له ګڼو نور مشرانو سره هم د چارواکو په وینا مثبت لیده کاته درلودل.

افغان حکومت وايي له چینه غواړي چې د خپل اغېز په کارولو سره د سیمې په سولې او ثبات کې مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زي کابل کې خبريالانو ته وينا کې چين ته د خپل ولسمشر سفر ګټور وباله او هيله وښوده چې چين له خپل ځواک نه په ګټه سيمه کې رول ولوبوي.

ده وويل "هيلمن يو چين له خپل اقتصاد ځواک، سياسي اغېز او دريځ نه په سيمه کې ګټه واخلي، چې نه يوازې په افغانستان بلکې په ټوله سيمه کې سوله، ثبات او امنيت ټينګ او اقتصادي پرمختګ راشي."

د چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې په څنډو کې سره کتلي چې د افغان چارواکو په وینا چین په افغانستان کې د سولې ثبات او پرمختګ له هڅو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی دی.

دغه راز چین ویلي د افغانستان سولې، ثبات او ملي ګټو د ساتلو لپاره د افغانستان او امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې ترمنځ د سټراټیژیکو او نژدې اړیکو ملاتړ کوي.

افغانان پر دې باور دي چې چین کولی شي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي او دغه راز په افغانستان کې په اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره ډېرې زمینې ورته برابرې دي.